اشرف غني سعودي عربستان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ولاړ.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په لړکې مکې معظمې ته لاړ شي او د عمرې مراسم به پرځای کړي.

د خبرپاڼې له مخې،  غني به سعودي عربستان ته د خپل سفر په لړکې د الحرمین الشریفین له خادم اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.

یاده دې وې، چې ارګ تر دې دمه د اشرف غني د سفر هدف نه دی روښانه کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

کمپاینی عمره

ګلاجان کوچی
میلمه
ګلاجان کوچی

له وارخطا سفره خو یې داسې ښکاري چې د داعش د پروژې د تقویې لپاره به نوي پلانونه او بوديجه ورڅخه غواړي ځکه چې له يوې خوا ډيری شیعه ګان د ده پر حريف عبد الله ورټول شول او له بلې خوا سعودي غواړي چې په افغانستان کې د داعشي افکارو د خپرولو لپار کار وکړي او هم د دوئ په زعم د په افغانستان کې د ايران د تاثير مخنيوی وکړي. دا دواړه نقطې د سعودي لپاره مهمې دي.بله دا چې کېدای شي چې غني به له سعودي سره په شريکه په افغان سوله کې د قطر د رول… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

زه هم داسی فکر کوم، داعشیان خو د سعودی اولاده او زیږنده ، مور یی سعودی او پلار یی امریکا وو یعنی د داعشیانو مور او پلار سعودی او امریکا دی او غلام غنی یی لمسی دی

اجمل
میلمه
اجمل

دا خو واضحه خبره ده، خو طالبان هم د مشرف او د نورو پنجابی جنرالانو اولاده نده؟ ټول پوهیږی چی له کومه او څنګه او چا منځ ته را وړل. اوس یی پروژه په ختمیدو ده نو باید یی ځای داعش ته ورکړل شی.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

که د تاسی په یاد چی کله د ګلبدین او ربانی ترمینځ د روغی جوړی خبری کیدی نو په هغه وخت کی د عربی مشرانو له لوری دواړه جهادی رهبرانو ترمینځ ناسته وشوه چی نور به د کابل په شمول ټول افغانستان کی جګړه بندوی مګر چی کله بیرته له سعودی کابل ته راغلل نو د پنجاب له لوری جګړی د شدت امر وشو چی کابل یی په کنډواله بدل کړ مګر ځینی رسانی وایی چی ربانی جنرال حمید ګل د پاکستان د هغه وخت استخباراتو ریس یی د وزارت دفاع مشاور ټاکلی وو نو لدی معلومیږی چی همغه خبره… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

دا هماغه یو ځدران دی امستر دام کی هستوګنه لری کله ځان د یوه او لکه ځان د بل په نوم جلا جلا ګډی وډی لیکی هره خبره کی پنجاب پنجاب یادوی بیا خو داسی معلومیږی چه پنجاب بیا ستاسی له امریکا او ۴۹ نورو لوڼدانو هم پیاوړی او لوی ابرقدرت دی ؟

اجمل
میلمه
اجمل

سعودی غنی سره ژمنه وکړه چی د کابل حلقوی سرک جوړ کړی او سل بابه مکتبونه اعمار کړی. همداسی په نورو غټو پروژو کی ونډه واخلی. کور یی آبا. هغوی به یی جوړه وی طالبان به یی ورانه و سوځوی. قضاوت دی د عقل خاوندان وکړی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

سعودی عیاش پاچاهانو له عیاشی او ناپوهیو لوی دجال د ایران په کارولو لویه استفاده کړی، په ځانګړی ډول دا اخرنی ورور سلمان او دا لمړی ایجړا محمد بن سلمان زما په خیال پلار او زوی دواړو وینه له یهودو یا عیسویانو راانتقال شوی او یا یی زړونه او مغزو نه د یهودانو دی . په جده کی یی د طیبه یا لالی ډیسکو ( فاحشه خانه یا ډم خانه ) جوړه کړی د سعودی میرمنو ته یی له محرم غیره د ګاړو جلولو امر کړی چه سعودی کی د اروبایانو او امریکایی بدمعاشانو بد اخلاقی مشبوع کړی دلته یی… نور لوستل »