سرچینه: د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرو کې بې ساري پرمختګ شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو او امریکایي ديپلوماتانو تر منځ په نهم پړاو مذاکراتو کې د ستر او بې ساري پرمختګ خبر ورکول شوی او ګمان کیږي چې دا ځل مذاکرات تر پخوا په ډیره مثبته فضا کې روان دي.

تېره ورځ د قطر لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو او امریکايي لوري سره د شپې تر ناوخته جلا جلا لیدنې کړي دي او د طالبانو او امریکایانو تر منځ هم غیر رسمي ناسته شوې ده.

داسې اټکل شوې، چې امریکايي او طالب استازي به نن له ماسپښين وروسته يو ځل مذاکرات پيل کړي.

په قطر کې الجزیرې تلویزون پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیړني خبر کې وويل، طالبان او امریکایان د ځواکونو وتلو لپاره پر ۱۴ میاشتو مهالویش توافق ته رسیدلي دي او زیاته کړې يې ده چې خبرې په مثبته فضا کې روانې دي.

د الجزيرې په وينا د بحث یوازینۍ موضوع دا ده چې طالبان غواړي امریکا دې د ځواکونو د ایستلو پر مهال د جګړې څخه په بشپړ توګه لاس پر سر شي او د کابل دولتي ځواکونو سره دې د جګړې په ډګر کې مرسته نه کوي، خو د امریکایانو لومړنۍ غوښتنه اوربند ده، که ممکن نه وي نو بیا دي طالبان په جګړه کې کمښت راولي.

په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سفیر او د سولې فعال ملا عبدالسلام ضعيف ويلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د اختلاف موارد ختم شوي او کېدای شي دواړه لوري په دې سلا شي، چې له څوارلسو تر څلرويشتو مياشتو په موده کې ټول امریکايي پوځيان له افغانستانه ووځي.

د چارو کارپوهان هم د نهم پړاو خبرو ته خوشبينه دي او وايي، چې دا خبرې برخليک ټاکونکې مرحلې ته داخلې شوي دي.

د امریکا غږ خبريال ایوب خاورين وايي، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ورته ويلي، چې امریکا سره يې په خبرو کې ټول اختلافي موارد ختم شوي او هيله يې ښکاره کړې، چې تر راتلونکو دوو ورځو به ټول مسائل نهايي شي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په راتلونکو دوو ورځو کې کابل ته راشي او د سولې خبرو وروستيو جزئياتو په اړه د ګډ حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ له تېرو لسو مياشتو راهيسې روانو مذاکراتو کې ګډ حکومت له خبرو ګوښه ساتل شوی او وخت پر وخت د دغو خبرو مخالفت کوي، خو اوس، چې دغه مذاکرات وروستۍ مرحلې ته داخل شوي، ښايي په افغانستان کې د سياسي وضعيت تودوښې درجه نوره هم لوړه کړي او د ټاکنو لپاره کېدونکې هلې ځلې به نورې هم پيکه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

الحمد لله ! بيا الحمد لله د سولي فعالان معالان مو در ګرځوئ، که په ګران او زړه ته راتېر هيواد کي د سولي هنګامه خپره سي او د سياسي وضعيت د تودوښي درجه دغسي توده سي ډېر ګوډاګيان ، په تېره امريکې ته تسليم سوي ځيره خواره به په ايشنده ، توره تبه اخته سي . الله سبحانه مو دي له ازميښته در سره ساتي. هو، يوه خبره بله هم را ياده سوه. پخوانيو خلقيانو به ويل: چي وضع انقلابي سي مرتجعين هم انقلابي سي. د طالبانو په بيا واک ته رسېدو سره به ډېر کسان د طالبانو کړه… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

تر څو پوری به خلګ د قطر، مسکو او پیښور سولی ته په انتظار کی وی. ولی په افغانستان کی دومره ځای تاسو سره نشته چی پکی غونډه وکړی، د کندهار د سولی په نوم یا د هرات، یا د کابل؟ د بهرنی سولی به څه خوند وی. یو وار بیا زما خبره واوری: دا سوله به د یوه نوی جنګ پیل وی. هغه طالبان چی په جبههو کی پراته بیچاره ګان خبر هم ندی چی څه تیریږی خو د آی اس آی پلویان د قطر په دفتر د هغوی پر سر معاملی کوی.