سمنګان: نامعلومو کسانو د ولايتي شورا غړي په ګډون څلور تنه تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): په سمنګان ولايت کې نامعلومو کسانو د دې ولايت د ولايتي شورا غړی تښتولی دی.

راپورونه وايي چې د سمنګان د ولايتي شورا غړی سيد عبدالعليم سادات له سمنګان څخه کابل ته په لاره و چې د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار اړوند شير چينو کې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی.

سرچينه زياتوي چې د ولايتي شورا له ياد غړي سره درې تنه قومي مشران هم تښتول شوي دي.

د سمنګان ولايتي شورا رييس راز محمد هم د عبدالعليم سادات تښتونه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې ياد کسان د طالبانو له لوري تښتول شوي دي.

د بلخ- بغلان په لويه لاره د شير چينې سيمه يوه له نا امنه سيمو څخه ده چې وخت ناوخت په کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته کيږي.

د بغلان د امنيه قومندانۍ وياند جاويد بشارت په دې اړه رسنيو ته له څه ويلو ډډه کړې ده.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د