د امریکا سفیر: سوله تر ټاکنو مهمه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): افغانستا لپاره د امریکا سفير جان بس ويلي، افغانانو لپاره سوله تر ټاکنو مهمه ده او په لنډ وخت به افغانان د تلپاتې سولې او ثبات زيری واوري.

جان بس د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې خبريالانو ته وويل، سوله او ټاکنې دواړه د افغانانو لپاره اړينې دي، خو په دې وخت کې افغانان له ټاکنو زيات سولې ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې برخليک ټاکونکي پړاو ته داخلې شوي، دغه خبرې ډېرې مثبتې روانې دي او په لنډ وخت کې به افغانان د تلپاتې سولې او ثبات زيری واوري.

د امریکا سفیر سوله په داسې حال کې تر ټاکنو اړينه بللې، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجرئيه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د سولې په پرتله ورته ټاکنې اړينې دي او له ټاکنو وروسته به د سولې لپاره له خپلو شرطونو سره سمې هلې ځلې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

ددی کافر په دی کی سه هدف دی؟؟ ایا دی زموژ دومره خواخوژی دی؟؟ ستاسو مردار خوارو او ظالمانو د لاسه توله اسلامی نری په وینو کی لامبی.افغانانو ته اول اوربند ددوارو خواوو مهم دی تر سو وینه تویول بند سی وروسته د اشغالگرو په یو خاص زمانی مقطع کی با مسولیته وتل دریم بین الافغانی مذاکرات په خلورم مرحله کی تاکنی خو دا باید دنریوالو تر دقیق نظارت لاندی وی که زموژ مشران سره خوشی سی بیا به د اتیایمی لسیزی غمیزه تکرار شی. لیکن امریکی ظالمی ته یی سوک وریادوی چی که طالب پر حق وو نو تاسو… نور لوستل »