ایا اشرف غني د سولې ضد دی؟

ډاکټر طارق

خواله او تصویري رسنیو کې بحثونه عموماً پر دې منتج کېږي چې اشرف غني په لوی لاس غواړي د سولې پر ضد ګامونه پورته کړي، دلایل بېلابېل دي، ځینې وايي په ګډوډۍ او د جګړې په دوام کې خپله ګټه ویني، ځینې وايي چې پر اشرف غني را تاوې
کړۍ د طالب له راتګه وېرېږي او لا هم پخپلو لیکنو او خبرو کې طالب «تروریست» بولي؛ ځینې وايي چې د حکومت د نیمې برخې مشر اشرف غني غواړي خپل واک وغځوي، ولو که د زرګونو ککریو په بدل تمامېږي.

دا ټولې خبرې یوازې د قراینو پر اساس کېږي، مثلاً د سولې لومړنی شرط د افغان ولس لوی ارمان پوره کول او د بهرنیو عسکرو یو مخي وتل دي، خو اشرف غني د لیک له لارې په پټه او په دې وروستیو کې داعش جګړه مارو ته په کمپاین کولو په واز کومي نارې وهي چې بهرنیان دې نه وځي، دلته ګواښونه شته او د دوی پوځي حضور ته تر ابده اړ یو؛ خو د دې تر څنګ امریکا نوره پر هغه وضعیت نه ده ولاړه لکه په ۲۰۰۱م کال کې چې وه؛ امریکا په کورني سیاست کې تحولات ولیدل، له مکسیکو سره د دېوال ناندرۍ، د ټرمپ وچ دیکتاتورانه سیاست او هم پر نړۍوال سټیج اوس هغه څوک نه ده چې د ټولو مسائلو د ویټو حق دې ولري، دې اوږدې جګړې بې سیکه او ماته کړه او هم زموږ په سیمه کې يې رقیبان غښتلي شول؛ نور نو شرایط دې ته برابر دي چې پښې ور ټولې کړي، ځکه خو يې د سولې په نوم منډې ترړې شروع کړې او د افغان ولس له استازیو سره يې دا دی نهم پړاو خبرې هم روانې دي.

په همدې حال کې اشرف غني چې د یوې مخصوصي کړۍ په واک کې دی، په خپل ټول توان هڅه کوي د سولې پروسه اوږده او په پای کې تخریب کړي، د اوږدولو لپاره يې تازه اقدامات دا دي چې د خپلواکۍ د جشن په نوم اخیستل شوې میلیونونه پیسې ظاهراً د دې مراسمو د ترسره کېدو، په ننګرهار کې پر یوه بیرغ اوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت، کابل کې پر څلورو فارسي ترانو شل میلیونه افغانۍ لګښت او د بیرغ د ورځې په نوم میلیونونه افغانۍ نور لګښت… دا ټولې ظاهرً پر همدې نامه مصرف شوې بلل کېږي، خو په واقعیت کې د دې پیسو نږدې اته نوي سلنه په ټلویزوني بحثونو کې پر ځينو برخه‌والو او خواله رسنیو کې پر ځینې فعالانو او مدني فعالانو وېشل شوې دي، دوی ته دنده ورکړل شوې چې پخپل ټول توان د سولې روانه پروسه پردۍ معرفي کړي، پر وړاندې يې خنډونه واچوي او د سولې او ټاکنو په مقایسه کې د ټاکنو لپاره تبلیغات ګړندي کړي.

دغه خلک مامور شوي چې طالب د یوې ډلې په توګه معرفي کړي او په دې وروستیو کې د ملي امنیت له لوري چاودنو کې ملکي تلفات پر طالبانو تاوان، یا هم داعش ته منسوب کړي او د دواړو پر ضد تبلیغات توند کړي، چې په دې توګه به د داعش د واقعیت توب هڅه وشي او د طالب پر ضد به ذهنیت سازي لا غښتلې شي، د دې تر څنګ دوی باید پرلپسې تکرار کړي چې سوله باید «باعزته» وي، د باعزته سولې مفهوم دا ور ښودل شوی چې طالب باید د ولس د استازیو پر حیث فاتح را نه‌شي؛ بلکې د یوې ډلې په توګه د حزب‌اسلامي په څېر حکومت ته تسلیم او یوه برخه يې شي.

دوی سره له دې چې د نظام دعوه کوي، خو ضمناً تبلیغات کوي چې که له دې نظامه یوازې سړی اخوا شي، نو نظام به را نسکور شي، په دې مبلیغنو کې د پوهنتونونو محصلین، مدني فعالان، د ښارونو ځينې ملایان او په ټلویزوني بحثونو کې د کارپوهانو په نوم ځينې کسان شامل دي.

اشرف غني چې له دولتي امکاناتو په ګټې د ټولو نوماندانو له ډلې یوازې سر پر ټاکنیز کمپاین بوخت دی، ټینګار کوي چې ټاکنې به کېږي، باوري دی چې د ولس له ټول تنفر سره سره به يې دی پخپله ګټي او باور يې پر دې غښتلی ورته ښکاري چې فیسبوک کې يې پر پلوی ښکنځلماران ډېر دي.

په دې حساس پړاو کې که له امریکا سره د طالبانو چنه‌بازي را لنډه نه شي ښايي د سولې پروسې د اوږدولو په لړ کې داعش ته د کمپاین او اشرف غني ته د تخریب لا زمینه برابره شي، ځکه خو مهمه دا ده چې توافق ژر نهايي شي، تر څو له اشرف اغني جلا شوې کړۍ چې فعلاً په سرسام حالت کې دي، د یوې وروستۍ پرېکړې له مخې د ولس اړخ ونیسي؛ د دې تر څنګ که د سولې د پروسې د رالنډېدو امکانات کم وي، نو طالب مسؤل دی چې د رسنیو خولې ته قیضې ور واچوي، ولو که د نظامي فشار په وسیله وي هم!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

طارق صاحب ! د غلامی غنی په اړه دی ښکلی ارزونی کړی، خوشی می شوی الله ج دی اجرونه درکړی زه به هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه : غلام غنی وسله ده وسله چلوونکی نه دی یا په بل عبارت هغه نه دی چه څه وایی او یا کوی هغه د ده وینا او کول دی هغه ته دیکته کیږی حتی د هغه شخصی او کورنی ژوند د نورو به خوښه تنظیم او ترسره کیږی. د غنی د هماغه اوله ورځی حماقت او بی غیرتی د یادونی وړ ده چه په مالی نازونه یی د غلامی… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښی چاری،
طارق ته،
دوکتور محمد اشرف غنی د سوله تک سپین کوتر دی،د انتخباتو څخه یی وړاندی له ولس سره دا وعده کړی وه چه ،ګویا سوله به راوالی چه انتخبات وګټی،
ګلبدین یی سوله ته قانع کړ،طالیبانو سره دا دی نهم پړاو خبری جریان لری.
ډیر زر به انشالله سوله راشی.
هیڅ چا دا نه منله چه دوکتور صاحب به دا ابتکارونه کوی.خو افغانستان تاریخ به د سوله راواستونکی هیر نه کړی.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

نو پوهیږم چی دا لوستونکی تاسو ته بی سواده ښکاری یا څنګه! یو ځل په قطر کی د طالبانو ویاند وایی چی زموږ د سولی قضیه دوه بعد لری یو خارجی او بل داخلی، لومړی بعد له امریکایانو سره په نهایی کیدو او توافق نه وروسته به په داخلی بعد باندی خبرو کوو نو چی اوس خبری په لومړی بعد کی نهم پړاو ته روانی او تر اوسه دوهم بعد یعنی داخلی بعد چی افغان دولت هم شامل خبری ندی شوی نو څنګه امکان لری چی اشرف غنی دی په خارجی بعد کی ښکیلی شی او د خارجی بعد له… نور لوستل »