
د باطل پالو پر نیوکو مه خپه کېږه!
رحمت اللّٰه مومن
ځکه تاته د دوی د نقد او حسد له امله اجر درکول کېږی.
یو شاعر وایي: “د لوړو پوزو له څښتنانو سره حسد کېږي، د بدرنګه او ذلیلو خلکو سره څوک حسد نه کوي!”
یو بل شاعر وایي: “دوی زما د عزت او درناوي پر مرګ هم حسد کوي، افسوس چې تر مرګه پورې د دوی له حسد څخه خلاص نه شوم.” او داسې نور مثالونه یې … .. .
موسی علیه السلام له خپل رب څخه وغوښتل، چې د ده په اړه د خلکو ژبې بندې کړې، نو اللّٰه تعالی ورته وویل:
(( ای موسی! پر دې خبره مه خپه کېږه! ما پیدا کړي او زه روزې هم ورکوم؛ خو سره له دې هم دوی ماته کنځل کوي. ))!!!
او هغه داسې چې په قدسي حدیث کې راځي، اللّٰه تعالی وایي:
(( بني ادم ته کنځل کوي او دا له هغه سره نه ښایي! ماته د هغه کنځل په دې مانا چې دوی زمانې ته کنځل کوي او زمانه زه یم، شپه پر ورځ او ورځ په شپه بدلوم، دغه راز ماته د ښځې او بچي نسبت هم کوي په داسې حال کې چې زه له ښځې او بچي څخه پاک او منزه یم. ))
یو شاعر وایي: ( إِذا نَطَقَ السَفيهُ فَلا تَجِبهُ، فَخَيرٌ مِن إِجابَتِهِ السُكوتُ )
ژباړه: “د کم عقل د خبرې ځواب مه ورکوه، تر دغه ځواب ورکولو چوپتیا غوره ده.”
د شتمنۍ خاوندان زیاتره په اندېښنو کې ژوند کوي، چې له همدې کبله یې زیاتره د وینې د فشار او یا د وینې د کمښت په ناروغۍ اخته وي.
اللّٰه تعالی وایي: ( وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ ★ الَّذِى جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُۥ ★ يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُۥٓ أَخْلَدَهُۥ ★ كَلَّا ۖ لَيُنۢبَذَنَّ فِى الْحُطَمَةِ ★ وَمَآ أَدْرٰىكَ مَا الْحُطَمَةُ ★ نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ ★ الَّتِى تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْـِٔدَةِ ★ إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌ ★ فِى عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍۭ )
ژباړه: د هر هغه چا لپاره تباهي ده چې (مخامخ) خلكو ته د پيغور وركولو او (پسي شا) د بدیو كولو په عادت اخته دی؛ هغه چا چې مال یې جمع کړی دى او په شمار شمېرلو یې ايښى دى؛ هغه انګېري، چي د هغه مال به هغه ته تل پاتې ژوند ورکړي؛ هېڅكله داسي نه ده، هغه به په ماتوونكي، سوځونکي ځای کښې وغورځول شي؛ او ته څه پوهېږې چې هغه ماتوونكي سوځونکي ځای څه دی؟ د اللّٰه اور، ښه لمبه کړای شوى، چې تر زړونو پوري به رسېږي؛ شک نشته چې دا اور به ورباندي په خورېدو سرپوښ کړای شي؛ ( په داسي حال کښي چي هغه به) په لوړو لوړو ستنو كښي (ايسار کړای شوى ) وي ).
یو لویدیځوال ادبپوه وایي: ” صحیح کار وکړه او بیا هر کمزوري کره کتونکي ته شا کړه.”
تجربه دا وایي چې: د هرې ټپي کوونکې خبرې ځواب مه وایه! ځکه چې صبر او حلم عزت دی، چوپتیا د دښمنانو پر سر د قهر څپېړه ده، بښنه او تېرېدنه ثواب او شرافت دی!
یو حکیم وایي: “وګړي له ما او تا څخه د ډوډۍ په لټه کې بوخت دي او د هغوی تندې له هغوی څخه زما او ستا مرګ هم هېر کړی، هغه کور چې د وربشو د وچې ډوډۍ سره پکې ډاډ او اطمنان وجود ولري، تر هغه کوره ډېر غوره دی چې پر خوندورو خوړو ډک او ډاډمنۍ څخه تش وي.”
مومن صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ډیره اموزنده او ډاډمنه لیکنه دی لیکلی او ځانګړی ډول زمونږ د پاره پکی ډیری د تسلۍ او ډاډ راکولو ایات ، احادیث د شاعرانو منقولی او داسی نور نغشتی وو. مونږ الحمد لله په همدغه ردیف کی یو ، د ډیرو او ډیرو نزدی خپلوانو سره مو تر هغی چه زمونږ وسه وه لاس اړونه کړی تر دی چه خپل زوند کی می شریک کړی مګر هغوی زما د شو یادونه خو پریږده زما دښو ځواب په اخری بدو راکړی او راکوی په دی چه د الله ج په راکړه کی… نور لوستل »
د ګران مؤمن صاحب پورته لیکنه یوه مؤمنانه لیکنه ده. اکثره بد اوصاف د انسان او حیوان په منځ کی مشترک دی خو حسد یوازنی یا له معدود بدو اوصافو له جملی څخه دی کوم چی یوازی د انسان په خاوره کی ریښه لری. ځینی کسان حسد د کینی سره یو ځای غندی او دا دوه بد اوصاف په یوه ردیف کی شمیری حال دا چی کینه نظر و حسد ته دومره نازکه ګناه ده لکه ( مثلاً ) د پیشو د وژنی او خواښی د وژنی تر منځ مقایسه.د کینی ایجاد ممکن کوم علت یا کومه توجیه ولری او… نور لوستل »