افغانستان

خلیلزاد هم د مؤقت حکومت په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ طالبانو او زلمي خلیلزاد هغه رپوټونه رد کړ، چې دالجزيرې تلويزون د موقت حکومت د جوړېدو په اړه خپاره کړي وو.

د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، «کوم خبر، چې د مؤقت حکومت په اړه خپريږي، حقیقت نه لري.»

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم د طالبانو دريځ تاييد کړی دی.

خلیلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي: «هماغسې، چې د طالبانو وياند ويلي، د لنډمهاله حکومت په اړه نه يو غږېدلي. د حکومتدارۍ پرېکړې د افغانانو پورې اړه لري، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې وکړي.»

تېره ورځ د الجزيرې تلويزوني شبکې ويلي و، امریکا او طالبانو هوکړه کړې، چې لنډمهالی حکومت به څوارلس مياشتې دوام کوي.

د الجزيرې په رپوټ کې راغلي و، چې د امریکايي ځواکونو د ايستلو پر مهال دې امریکا له کابل ادارې سره خپلې نظامي مرستې بندې کړي.

خو وروسته طالبانو او امریکا دواړو دا خبر رد کړی دی.

د افغانستان کشالې د پای ته رسولو په موخه په قطر کې د طالبانو او امریکا نهم پړاو خبرې تېره شپه تر ناوخته روانې وې.

ديپلوماتيکې سرچينې وايي، دواړه لوري له دغو خبرو مطمين دي او وايي، چې بې ساري پرمختګ په کې شوی دی.

د نهم پړاو مذاکراتو پر مهال افغانستان کې د امریکا سفير جانس بس هم دغو خبرو ته خوشبيني ښودلې او وايي، چې افغانان د ټاکنو په پرتله سولې ته اړتيا لري او ډېر ژر به افغانان د تلپاتې سولې زيری واوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

نو دا پاکستان حکومت او په تیره بیا عمران خان ولی تل ویل چی افغانستان کی دی لنډمهاله اداره را مینځ ته شی چی ولسمشر غنی دا خبر په کلکو ټکو وغندله او دایی د افغانستان په داخلی چارو کی د پاکستان بربنډه مداخله او یو ډول سیاسی برید یاد کړ. که هر خبره کیږی او بیا د دوی له طرفه رد کیږی نو طالبان او ورسره د امریکا استازی دا نهو پړاونو خبری افغان ولس ته روښانه کړی چی ولی له ولس څخه پټ د دوی په سرنوشت باندی چنی وهل کیږی چی خبره نهایی شی او ولس ورسره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x