اسرائیل وايي سوريه کې يې ایراني پوځيان بمبار کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د اسرائيلو دفاع وزارت ويلي د سوريې پلازمېنې دمشق ته څېرمه يې د ایراني ځواکونو مرکز بمبار کړی دی.

اسرائيلي چارواکي وايي، د بې پيلوټه الوتکې په برید کې يې د ایران سپاه پاسداران اړوند «القدس دلګۍ» په نښه کړې ده.

د اسرائيلو صدر اعظم بنيامين نتنياهو ويلي، دوی د خپل امنيت لپاره هر ځای پر ایران برید کولی شي او هېڅ ځای کې به ترې ايران خوندي پاتې نه شي.

خو د سوريې هوايي ځواک وايي، د اسرائيلو بې پيلوټه الوتکې بريد يې هدف ته له رسېدو مخکې په هوا کې خنسا کړی دی.

ایران تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اسرائيلو تر دې وړاندې هم په سوريې کې پر ایراني اهدافو د برید ادعا کړې وه.

د يادونې وړ ده، چې د ایران سپاه پاسداران او نورې شيعه ملېشې په سوريه کې د بشارالاسد حکومت په ملاتړ جګړې کوي.

په دغو شيعه ملېشو کې د افغانستان شيعه ګانو «فاطميون» او د پاکستاني شيعه ګانو «زينبيون» ډلې ملېشې هم د بشارالاسد حکومت په ملاتړ د سني ډلو پر ضد په جګړو بوختې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

ترڅو اسرایل او د اسلامی جامه کی پنجابی حکومت د اسراییلو سکه ورور چی د مسلمان وژنی نه خوند اخلی د دوی د حکومت نقشه د ځمکی له سر څخه پاکه نشی د نړی ټول مسلمانان به د دوی له شر څخه په امان نشی نن چی اسراییل د بی پیلوټه الوتکی څښتن د امریکا د ډالرو برکت ده او نن چی پاکستان د بی پیلوټه او اتومی سرګلولو څښتن ده برتانیی او امریکا د ډالرو او د مجاهدینو د خدمت برکت ده چی خپل د برق لینونه یی پری کول او په پاکستان یی خرڅول، آن تردی چی جنرال… نور لوستل »