روسیه: د سولې په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو یو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): روسیه وایي، په افغانستان کې سوله یې د لومړیتوبو په سر کې راځي او تر خپله وسه په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

دغه څرګندونې د روسیې سفیر «الکساندر منتیتیسکی» له پخوانی ولسمشر «حامد کرزي» سره په یوه ناسته کې کړې.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې په دې لیدنه کې دواړو د هیواد په روان امنیتي وضعیت خبرې وکړې او تر څنګ یې کرزي د سولې په برخه کې د روسیې هیواد رول اړین وباله.

د کرزي د څرګندونو په تعقیب د روسیې سفیر د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکاري ته چمتووالی وښود او د افغانستان ثبات او سوله یې د خپل هیواد له لومړیتوبونو وبلله.

روسیه داسې مهال د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو په پای کې د یوه هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو حضور پای ته ورسېږي.

د ځینو سرچینو له قوله، طالبانو په امریکا منلې، چې د هوکړه لیک د لاسلیک په مهال به د روسیې په ګډون یو شمېر هیوادونه او بنسټونه د تضمین کوونکو په حیث مني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

داسی نه وی چی روسیی د ناروی، جرمنی، ترکیی، ازبکستان او نورو هیوادو په شان بین الافغانی خبرو د مجلس او یا د سولی د تړون لپاره په روسیه د همکاری ټټر ډبولی وی چی ولس بیا پوه شی چی زیر کاسه نیم کاسه است.