ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند: د ټاکنو لپاره زمینه مساعده نه ده، باید وځنډول شي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «شهاب حکیمي» وايي، د ټاکنو لپاره زمینه مساعده نه ده او باید  په پرتله یې سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.

شهاب حکیمي چې د کابل ولایت په چهار اسیاب ولسوالۍ کې یې د خلګو یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « د ټاکنو لپاره زمینه مساعده نه ده او باید وځنډول شي، خلګ د سولې تږې دي اوباید تر ټاکنو وړاندې سولې ته کار وشي».

حکیمي زیاته کړه « له طالبانو سره باید خبرې وشي، هغوی په نظام کې شریک کړل شي او د بې پرې ټاکنو د ترسره کولو لپاره مؤقته اداره رامنځته شي».

نوموړي له دې سره، سره د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو او له دولتي خزانې څخه د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ایستلو تورن کړ، چې د حکیمي په خبره، د کمپاین لپاره کارول کېږي.

د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان  او خلګ داسې مهال د ټاکنو د ځنډ غوښتنه کوي، چې د ګډ حکومت دواړه ونډوال وایي، ټاکنې ورته سره کرښه ده او د ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې سوله ورته د منلو وړ نه ده.

په ورته وخت کې، طالبانو هم ټاکنې د سولې د پروسې د سبوتاژ هڅې بللې او ګواښ یې کړي ددې پروسې په وړاندې به درېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د