زابل: په دولتي پوستو بريدونو کې پنځوس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د زابل ولايت په دايچوپان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په بيس او پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې پنځوس تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې طالبانو د دايچوپان ولسوالۍ په بايلوغ سيمه کې د امنیتي ځواکونو په بيس، سپينه پوسته او خاديزو پوسته بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې ۳۰ تنه عسکر وژل شوي دي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.

احمدي زياتوي چې په دغه جګړه کې يې زياته اندازه وسلې او مهمات هم نيولي دي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې پنځه تنه طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د يادونې وړ ده چې تيره ورځ هم طالبانو د بلخ ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو يوه لويه قرارګاه نيولې وه.

تر اوسه د طالبانو د تازه بریدونو په اړه دولتي مسؤلينو څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
طالیب جنګیالیو ته،
سیاسی هلی ځلی راوانی دی.سولی خبری نهایی کیدلو ته رسیدلی ده،د خبری پای ته رسیدلو پوری د قتل قتال څخه لاس واخلی.
قسم په خدای چه دا ټول پنځوس کسان مو افغانان مسلمانان قتل کړی دی،د هغوی د اسلحه ولجه لپاره.
د پنجاب په امر ،
الله ج د هیڅ مسلمان قتل امر نه دی کړی،

مجاهد
میلمه
مجاهد

په دجال سوګند یادوه چه حنیث نه شی، د الله ج د لشکر په ضد د الله ج به نوم سوګند یادول د بی عقیدو خلکو بی غیرتی په ډاګه کوی، طالب مجاهدینو مو له خاوری ، خلکو او خپلواکی دفاع وکړی ستاسی د هغه ناموس دفاع یی وکړه جه بادارانو ته ورله قضایی مصونیت ورکړی طالب مجاهدین مسلمانو افغانانو ته د سرستذګی او تاج دی دجال او طاغوت یی د خپلواکی جنګ او سپیڅلی جهاد قتل او قتال ګڼی