لوګر: طالبانو د لومړۍ حوزې آمر وژلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د لوګر ولايت د لومړۍ حوزې امر په وسله وال بريد کې وژل دی.

د لوګر د والي وياند دیدار لونګ رسنيو ته ويلي دي چې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې د سمت امر د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی او يو بل ملګری يې ټپي دی.

لونګ ويلي دي چې بريد ګر له سيمې څخه په تيښته بريالي شوي دي خو د پېښې په اړه څېړنې روانې

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي دي چې د لوګر مرکز پل علم اړوند شکر کلا سيمه کې يې د لومړۍ حوزې امر محمد اصغر په يو تکتيکي بريد کې وژلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په دولتي چارواکو او عسکرو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د دولتي مسوولينو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ترين
میلمه
ترين

طالب چې ځوان جړر ویګ هغه وژنی. پاکستان طالب ته د وژلو بغير بل هيڅ نه دی ور ذده کړي.

جميل
میلمه
جميل

داسی يی ورمرداروی چی په ورثه کی بيا څوک د خپل دين او د خپل هيواد سره د خيانت او د پرديو کفارو غلامی ته زړه ونکړی .

مجاهد
میلمه
مجاهد

دا جلا خبره ده چه پاکستان هم د انګریزانو غلام، کله جه هماغه انګریز ( امریکا ) دا هیواد بیا اشغال کړی، د ترین ، پشتین ، عبدالله ، نوری ( چه دا تول د یوه ځدران نوم دی کمیشن کارانو ته یی دنده ورکړی چه مجاهدینو د پاکستان جاسوسان ووایی په دی واسطه د هیوادوالو و نړیوال پام له ښکاره او ډاګیز اشغال او وحشت بلی خوا ته واړوی حتی ځینو لوړبوړو غلامو پاکستانو ته دهمدی دپاره په بیلونو ډالرو ورکوی چه د دی ډول تهمتو په مقابل کی جوپ پاتی شی خو د دی ټولو سره مجاهدینو دالله… نور لوستل »