
سمنګان: وسله والو د ولايتي شورا غړی وژلی
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): تيره ورځ د سمنګان د ولايتي شورا غړی چې له سمنګان څخه کابل ته په لاره و په بغلان ولايت کې د نامعلومو کسانو له لوري نيول شوی و چې اوس يې وژلی دی.
د سمنګان چارواکي وايي چې د ولايتي شورا غړی سيد عبدالحليم سادات چې تيره ورځ د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و نن يې مړی وموندل شو.
د سمنګان د امنيه قوماندانۍ وياند منير احمد رحيمي رسنيو ته ويلي دي چې د عبدالحليم سادات جسد شير چينو په سيمه کې ترلاسه شوی دی.
له عبدالحليم سادات سره درې تنه قومي مشران هم تښتول شوي وو خو د سمنګان چارواکو د قومي مشرانو په اړه څه نه دي ويلي.
تر اوسه ددې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دی اخیستی.
هیله ده دا نامعلوم کسان ( کوم چی دا ښکلی او مؤمن سید ئی وژلی دی) هغه نامعلوم ابدی زمهریر ته ولیږل سی چی حتی ملائکی ئی هم د ادرس پیدا کیدو توان ونلری.