واشنګټن پوسټ: حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مرکچيانو روزنه پيل کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې ليکلي، د طالبانو او امریکا د خبرو تودېدو سره افغان حکومت د سولې په پرتله پر ټاکنو ټينګار کوي او په دې پاتې موده کې غواړي، له طالبانو سره د خبرو لپاره خپل مرکچيان وروزي.

ورځپاڼې د قطر بین الافغاني ناستې د ګډونوال او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني د سلاکار نادر نادري له قوله ليکلي، سره له دې، چې اشرف غني د ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کوي، خو د هغه سلاکاران او نږدې ملګري له طالبانو سره د بين الافغاني مذاکراتو په موخه د مرکچيانو روزنه کوي.

د نادري په وينا حکومت هيله من دی، چې د طالبانو او امریکا له هوکړې وروسته بین الافغاني مذاکرات پيلېدونکي دي او د دغو مذاکراتو لپاره يې د مرکچي ټيم روزنه پيل کړې ده.

واشنګټن پوسټ وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې برخليک ټاکونکي پړاو ته داخلې شوي، د دغې هوکړې له مخې به امریکا په لومړۍ جوپه کې پنځه زره پوځيان له افغانستانه باسي او ورپسې تر راتلونکي يوه کاله به نهه زره نور بهرني عسکر هم افغانستان پرېږدي.

امریکا او طالبان وايي، د نهم پړاو مذاکراتو کې بې ساري پرمختګ شوی  دی.

د ګډ حکومت چارواکي هم د نهم پړاو خبرو ته هيله من دي او وايي، د طالبانو او او له هوکړې وروسته به بين الافغاني خبرو او تلپاتې اوربند ته لاره اواره شي.

ويل کيږي، چې د امریکا او طالبانو له هوکړې دوه اوونۍ وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

زما په نظر چی څنګه کرزی ویل چی د سولی او جنګ کیلی له امریکا او پاکستان سره ده همغه خبره اوس په کراره کراره رښتیا کیږی او دعمل جامه خپله کوی. کله چی هند په کشمیر کی نیمه خپلواکه سلب کړ نو د پاکستان نظامی او استخباراتی کسان قطر ته لاړل او خلیزاد ته په زغرده وویل که تاسی (امریکا) له موږ سره د کشمیر په مسله کی کومک او مرسته ونکړی او زموږ غږ نړی ته ونه رسوی نو موږ به د افغان سولی کی خپله اثر کم کړو یعنی دا څه معنا چی طالبان د پاکستان په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامه اداره خو غیر له محاکمی څوک د حکومت به نوم په رسمیت نه پیزنی دوی لا ورته د ګډ حکومت نوم ورکوی او بیا دومره بی تعلیمه چه د مذاکراتو د باره دلایل او څه ویل هم نه لری صرف په نیکتایو لوړپوړی جارواکی دی دوستم هم نیکتایی به غاړه کړی او د ترمپ په شان ابی دریشی یی په غاړه حتی بشریت او حیوایت کی هم نه راځی یا ع او غ ایجړاګانو ته وګوری د پشاور ایجړا ګان تری ښه اکت،نه کوی ، په خبله یی اعتراف وکړو چه د طالبانو سره دمذاکراتو د باره… نور لوستل »