
د مسلمانانو ستونزې او د حل لاره
لیکواله: فائزه صدیقی
ژباړن: عبدالرحمن عابد
که د مسلمانانو اوسني حالت ته ځیر شو نو د پخواه په پرتله د مسلمانانو په حالت کې ډیر توپیر راغلی دې لکه: د مسلمانانو زوال، د مسلمانانو بې حرمتي، د مسلمانانو بې ګناه وژل کیدل، پر بې بنسټو(بې بنیادو) دلا ئلو د مسلمانانو پر هیوادونو بریدونه کول، د مسلمانانو علماء کرام په شهادت رسول، د مسلمانانو د دینې او عقیدوې اساساتو سپکاوی کول او داسې نور……
چې د دې ټولو بدبختیو یوازینۍ وجه د مسلمان د ذاتې ژوند او ټولنیز نظام پورې اړه لري، متأسفانه چې د مسلمانانو اوسنې ژوند کې اکثره عملونه د اسلام سره په ټکر کې دي او د ټولنیز نظام یې د غربي نړۍ څخه اغیزمن شوی دئ.
له دغو ټولو بدبختیو څخه د مسلمانانو د ژغورلو ځینې د حل لارې په لاندې ډول دي»
۱: غښتلی او قوي ایمان، صالح عمل د الله ویره او د آخرت فکر»
حضرت محمد صل الله علیه وسلم هغې ټولنې ته چې قتل او غارت، خپلې لوڼې په ژوندونې د خاورو لاندې کول په کې یو دود او رواج ؤ د قوي ایمان، صالح عمل، د الله ویرې او د آخرت فکر داسې بسټونه وړاندې کړل چې په وجه یې ټولې ټولنې تغیر وکړ، هغه ټولنه چې د جهالت، ناپوهۍ او کفر په تیارو کې پټه وه د نړۍ تر ټولو بهترین خلک شول، هغه ټولنه د انسانیت یوه بیلګه جوړه شوه، هغې ټولنې د قیصر او کسری طاغوتې قوتونه د وحدانیت په وړانګو دړې وړې کړل.
خو اوسنې مسلمانان اکثره د قوي ایمان، صالح عمل، د الله ویري او د آخرت فکر څخه محروم دي، تر څو چې مونږ سره د قوي ایمان جذبه نه وي، کردار او نیک عمل مو قوي نه وي، په زړه کې دالله ویره نه وي او پس له مرګه ژوند مو یاد نه وي نو د دغو ټولو بدبختیو سره به لاس او ګریوان یو.
۲: د وهن ناروغې»
په اوسنې وخت کې مسلمان امت د ستونزو او مشکلاتو په یو داسې پیچومې(ګرداب) کې راګیر دئ چې هر لور ته په مسلمانانو ظلم او وحشت، هر ځای کې د مسلمانانو وینې بهیدل، د اهل ایمان او علماء کرامو په قتل رسول او د اسلامې شعائرو بې حرمتې کول روان دي.
دا هغه حالت دی چې ډیر پخواه زمونږ خوږ پیغمبر رسول الله صل الله علیه وسلم مونږ ته وړاندوینه کړې وه چې هرکله امت د وهن په ناروغی کې اخته شو [د دنیا سره محبت او دمرګ ناخوښوالی] نو پورتنې حالات به را څرګند شې.
د دنیا محبت د ټولو بدبختیو جړ دی او د مرګ ناخوښوالی د بیغیرتې او د پردیو د غلامۍ سبب ګرځې د وهن ناروغی څخه د ځان په ژغورلو به په ډیرو ستونزو برلاسې شو. ان شاء الله
۳: د اتحاد او اتفاق نشتون»
په اوسنې وخت کې د مسلمان امت تر ټولو لویه ستونزه د اتحاد او اتفاق نشتون ده.
مسلمانانو کې د مذهبې بنسټونو، مسلکې بنسټونو، ځایې بنسټونو او لسانې بنسټونو پر اساس د کرکې داسې تخم کرل شوی چې فصل یې اوس په بشپړه توګه تیار دی.
د اسلام دښمنان (تفرقه بأنداز و حکومت کن) د پالسی پر اساس مسلمانان په خپلو کې سره داسې لاس او ګریوان کړل چې ددوې تر منځ د واټنونو په اندازه لرې والی راغی.
د الله رسول صل الله علیه وسلم چې مونږ ته د عصبیت د بدبویه کلمې د پریښودلو حکم کړی ؤ نن هماغو خبرو د مسلمانانو تر منځ کرکې، جنګونه او لرې والی پیدا کړی، د مسلمانانو مسلکې اختلافات د مخالفت او زبر ځواکۍ شکل اختیاروې او بیا په نه ختمیدونکې فساد او جګړو باندې بدلیږې.
نن اروپایان UN په شکل یو ځای کیږې، د سارک هیوادونه معتهد کیږې، افریقایې هیوادنه په خپلو کې د معاهدو کولو په شکل یو ځای کیږې او د پردیو د بریدونو مخنیوی کولای شې، اما برعکس اسلامې هیوادونه د بې اتفاقی په وجه په خپل ګاونډ کې پر مسلمان هیواد د کفارو روان ظلمونو او وحشتونه نشې غندلۍ که مونږ د اسلامې نړۍ په یووالې او متفق کولو کې بر لاسې شو نو هیڅکله به له داسې ناخوالو سره مخ نه شو.
۴: د پوهنې(تعلیم) لږوالی»
د مسلمان امت د ستونزو یوه بله وجه د پوهنې لږوالی دی.
چې د دې ستونزې مسؤلیت پر واکمنانو سربیره په عامو خلکو هم دی، داسې امت چې د هغوی د پیغمبر صل الله علیه وسلم لومړی وحی د (اقراء) له کلیمې څخه پیل شوه، یو داسې امت چې پیغمبر ته یې د (قل رب زدنی علما) حکم کیږې،یو داسې امت چې د هغوی پیژندنه په تعلیم او تعلم باندې کیدله نو که چیرته داسې امت د نړۍ څخه په تعلیم او پوهه کې وروسته پاته شې دا ډیر د افسوس ځای دی.
مسلمانان د پوهې څخه محرومولو کې که چیرې واکمنان د پوهنې د اعلی ادراو قیام، د تعلیمې اسانتیاؤ او اړتیاوو په برابرولو، او په اعلی کچه سنبال پوهنیځ مرکزونو په جوړولو کې غفلت کړی دی نو همدارنګه ولس او ملت هم غفلت کړی چې په دې اړه یې څه ندې کړې.
پایله یې دا شوه چې په سائنس، ټکنالوجې، انجینئرې او طبې نړۍ کې خو مونږ د ماضی څخه د څو مسلمان سائنس دانانو یادونه کؤ خو آیا مونږ په دې اړه سه فکر کړی چې هغسې پوهان او سائنس دانان اوس په مسلمانانو کې ولې نه لیدل کېږې؟ په اوسنې وخت کې مونږ په هره معامله کې د پردیو محتاج ولې یو؟ او په اوسنۍ نړۍ کې په اعلی کچه سنبال پوهنتونونه په عالم اسلام کې ولې نه لیدل کیږې؟
که چیرې مو په حاضر وخت کې ددې ستونزې په حلولو کار ونه کړ راتلونکی به مو له دې هم خرابه وي.
۵: ناراستې کاهلې او عیش پرستې»
د مسلمان امت یو تر ټولو لویه ستونزه ټولنیزه او انفرادې سستې کاهلې او عیش پرستې ده.
زمونږ خلک د زحمت او کار څخه ځان خلاصوې، د واکمنانو مو شاهانه ژوند د هغوی د ورثاؤ عیش پرستې او د ځوانانو عیاشې نه تنها مونږ له زوال او ناکامې سره مخ کړو بلکه د نړیوالو پر واړندې یې د خندا وړ وګرځولو، زمونږ ځوانانو د تورو او نیزو پر ځای رباب او منګې ته په زړه کې ځای ورکړ، د مسلمانانو اکثریت په فضولیاتو کې داسې بوخت دی چې له دوی څخه د دین او هیواد خدمت هیر دی، هغه قومونه چې د ایمان له نعمت او د الله د نصرت څخه محروم دي د کار، زحمت او خپل قوم ته د خدمت کولو په وجه په هر ډول دنیاوي وسائلو سنبال دي.
مونږ مسلمانان باید ددې لویې کمزوری احساس وکړو او د ښه راتلونکې لپاره لاس په کار شو.
۶: د وسائلو ضیاع »
مونږ وخت، انسانې صلاحیتونه او قدرتې وسائل ضایع کؤ.
عالم اسلام د قدرتې وسائلو په اعتبار بډایه هیوادونه لرې د سروزرو کانونه، د معدنیاتو زخائراو جغرافیایې موقعیت له مخه د نړۍ تر ټولو ډیر د پرمختګ وسائل له عالم اسلام سره دي خو مونږ له دې وسائلو نه په کار اخیستلو کې سستې کړې ده او پردو ته مو په لاس ورکړې، نن د اسلامې نړۍ ټول تیل د مسلمانانو دښمنان راباسې، دسروزرو کانونه مو له پردو سره ټیکه کړې دي، په خپلو اوبو کې د بریښنا بند جوړولو لپاره پردو ته محتاج یو.
مونږ ته خو الله جل جلا له د (وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة….) حکم کړی ؤ اما مونږ د دښمنانو خلاف قوت یوځای کولو سربیره د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره خپل موجوده وسائل په کار نه شو اچولۍ.
۷: په رسنیو د پردیو واک»
د مسلمانانو اکثره رسنۍ د پردیو تر واک لاندې دي.
که څه هم داسې د ګوتو په شمار خلک شته چې د حقیقت، اسلامې نظریې او عقیدې خپرولو کوښښ کوې خو په مجموع کې زمونږ رسنۍ د پردیو کلتور، فحاشې او عریانې په خپرولو کې بوخت دي چې دا د اسلام د دښمنانو له خواه په مسلمانانو کې د اسلامې نظریې، اسلامې کلتور، اخلاقې فساد او بې حیایې رائج کولو په موخه یو ډیر غټ پلان دی چې د ۱۹ پیړۍ را پدیخوا یې پیل کړی.
۱: ښه ، ايمان به می قوی کړم ، اعمال به می هم صالح کړم او د الله تعالی څخه به بيره او د آخرت فکرونه دی کوم . ۲:هغه د وهن(؟) مرض به هم ليری کړم . ۳: کفار او د هغوی منافق حکمرانان به مو هيڅکله اتفاق او اتحاد ته پرينږدی . ۴: پوهه او تعليم هم د هغو په واک کی دی . ۵: ناراستی او کاهلی به خود وی چی واک د هغو پلاس کی وی . ۶: دا چی زما د مځکی واک زما نه وی ضياع او نه ضياع په ما څه اړه لری… نور لوستل »