نظــر

ښوونه او روزنه/ سباوون ننګرهاری

سباوون ننګرهاری

ښوونه او روزنه چې تعلیم او تربیه هم ورته وایې، دوه داسې کلیمې دي چې د انسانانو ترمنځ دومره پیژندل شوې چې تفسیر او ژباړې ته یې اړتیا نه ترسترګو کیږي.

د نړۍ پر مخ چې څومره هیوادونه شتون لري د اداري چارو په چوکاټ کې د ښوونې تر نوم لاندې یو ځانګړی وزارت لري، ډیر کم هیوادونه دي چې د ښوونې د کلیمې سره یې د روزنې کلمه هم یوځاې کړې، چې د ښوونې او روزنې یا تعلیم او تربیې د وزارت په نوم ځانګړی اړونده مقام لري.

د نړۍ پرمخ د پرګنو دودې او پرمختګ شاخص دهغه هیواد د ښوونې د کچې له مخه ټاکل کیږي، د ځمکې پرمخ چې څومره
عقاید شتون لري د هرې عقیدې لارویانو د زده کړې په اړوند تر خپل وس کار کړی دی.

که دلته ښه په ځیر دې مثال ته پام راوګرځوو د اسلام مقدس دین د نړۍ پرمخ تر ټولو نورو مذاهبو د تعلیم او تعلم په هکله ټینګار کړی، چې تر ټولو عظیم لاسوند او د استدلال کتاب زمونږ مسلمانانو قرآن عظیم الشان دی، چې زمونږ د ټولو مفسرینو او علماؤ په اتفاق د قرآن عظیم الشان د نزول او وحی پیلامه هم د اقراء د کلیمې سره شوې.

د کائناتو د خالق له لورې خپل محبوب صلی الله علیه وسلم ته د لوستلو امر شوی او په همدې بهیر کې بیا د لوستلو ترڅنګ د لیک په اړوند هم زمونږ خالق انسان ته د تعلیم لپاره قلم د وسیلې په بڼه بللی.

د علم او علماؤ د فضیلت په اړوند قرآنې مضامین بیخې زیات دي، خو زه به بیرته خپلې دوهمې موضوع ته راوګرځم چې روزنې ته زمونږ پاک دین څومره ارزښت ورکړی، د روزنې او تربیې لپاره زمونږ تر ټولو ستر نصاب د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت دئ چې د کائناتو رب ورته د[انک لعلی خلق عظیم] په کلیمې ستایلی او خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمایې: چې زما روزنه (تادیب) الله جل جلا له کړی او ډیره ښه روزنه یې راکړې، دلته که مونږ تربیې ته په علم د عمل کولو نوم ورکړو دا به ډیره مناسبه خبره وې ځکه چې چا هم په علم عمل وکړ هغه به هیڅ کله د ناکامۍ مخ ونه وینې.

قرآن عظیم الشان د جمعې په سورة کې د هغه چا چې علم وکړې او عمل ورباندې ونه کړي د مرکب یا خره مثال ورکړی چې کتابونه ورباندې بار شوې وي، له همدې امله زمونږ علماؤ داهم ویلې چې زده کړه له تربیې پرته د بې روح جسد مثال لري.

که علم د سر سترګې رڼا کوي تربیه د انسان د عقل سترګې رڼا کوې او بصیرت تر بصارت ډیره لوړه درجه لري، اوس دا سوال رامنځته کیږي چې ماشوم کله ښوونځې(مکتب یا مدرسې) ته شامل کړو نو بیا د ښوونې او روزنې دنده او وجیبه یوازې د ښوونکې(معلم) کار دئ که په مور او پلار هم ونډه لري؟ که دلته لیږ بحث اوږد کړو تر څو حقیقت ووایو نو ښه وضاحت به مو کړی وي، هغه دا چې زده کونکی یا طالب العلم شواروز کې پنخه ساعته ښوونځې یا مدرسې کې وي چې هلته د ټاکلې تقسیم اوقات له مخه ښوونکی ورته تدریس کوي او د مضامینو په فهرست کې ددینې تربیې او روزنې په نوم مضمون هم شتون لري چې اونۍ کې درې ساعته تدریسیږې، پر هغه سربیره مکاتبو او مدارسو کې بیا د سهارنی پرګرام ترتیب ښوول شوی وې چې د پروګرام جوړښت د اړوند استاد له خوا، او پلې کول یې د شاګردانو دنده وي چې تر یوې اندازې د زده کونکو د سالمې روزنې او تر خپل منځ د تربیې او ادب په ډګر کې د ګټور رقابت لامل ګرځې، همدا راز ډیرى ښوونکې مدرسین د نورو مضامینو تدریسې ساعتونو په بهیر کې هم د اخلاقو او تربیې لور ته د زده کوونکو پام په عقلې او نقلې دلایلو راګرځوي، خو دا هیڅکله د دې معنی نه لري چې والدین (مور او پلار) دې له مسؤلیت څخه اوږه سپکه او یو مخیزه د ښوونکې او مدرس کار وګڼې، دا ځکه چې شواروز کې اتللس ساعته همدا ماشوم زده کوونکی کور کې وي او د ماشوم زده کوونکي د ذهن د حافظې هندارې کې تر هرچا ډیر د خپل مور او پلار سیرت خپل انځور پریږدې چې ورپسې بیا د چم ګاونډ او په درېیمه درجه کې د ښوونځې یا د مدرسې د چاپیریال څخه اغیزمن کیږې، زمانه هماغه زمانه ده هیڅکه نده خرابه شوې او نه خرابیږې بلکه اهل د زمانې چې بې لارې شې نو خلک په نا حقه زمانه او عصر د ناخوالو پړ ځای ګڼې چې دا نه شرعې او نه هم عرفې دلیل لرلای شي.

دا یو تسلیم شوی حقیقت دئ چې څومره د تعیش سامان زیاتیږې او له هغو څخه نا سمه ګټه اخیستل کیږې پایله یې خامخا ډیره خرابه او د یوې کورنۍ د بربادۍ سربیره د چم ګاونډ بیا د کلې بیا د ولسوالۍ بیا د ولایت بیا د هیواد او همداراز به همدا بدبختې ټولې نړۍ ته سرایت کوي.

نو که غواړو چې مونږ او زمونږ راتلوونکې نسلونه د ناوړه کارونو، بدبختیو، جنګ جګړو، فحاشې، خپل سرې او مور او پلار څخه له بغاوت نه یې مخه ونیسو راځی چې دا ومنو چې د مدرسې د مدرس یا د ښوونځې د ښوونکې سره مور او پلار د خپلو بچو د روزنې پیټۍ یو ځای اوچت کړو او دا ګډ مسؤلیت وګڼو چې ګټه یې یوازې اړونده ماشوم یا کورنۍ ته نه بلکه ټول اسلامې امت او په تیره بیا انسانیت ته رسیږې نو بناءاً زده کوونکی یو ځانګړئ امتیاز لري چې هغه امتیاز او تفوق د اخلاقو پرته نشې ترلاسه کولای چې بهترین ادب او اخلاق د ښې روزنې څخه سرچینه اخلې.

نو پایله کې دا ویلای شو چې ښوونه د جسد په څیر.

تربیه، اخلاق او روزنه د روح په څیر ده، که چیرته تربیه چې د ښه ادب او اخلاقو مجوعه ده وجود ونلرې نو دداسې جسد معنی ورکوي چې روح پکې شتون ونه لري.

راځئ څو د ښوونې سره سره زیات تمرکز د خپلو بچو په روزنې او تربیې وکړو تر څو مو راتلونکۍ نسل پرمونږ داسې ووياړي لکه مونږ چې په خپلو اسلافو نازیږو.

والسلام

ستاسو ورور سباوون ننګرهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx