لس هغه خواړه چې په «۵۰» کلنۍ کې یې هرو مرو وخورئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د عمر په زیاتېدو سره بدن کې هم ګڼ شمېر بدلونونه راځي، پوهان د هغو کسانو لپاره چې عمرونه یې تر ۵۰ کلنۍ رسیږي د ځانګړو خوړو سپارښتنه کوي.

دغه خواړه په لاندې ډول دي:

لوبیا، فاصله او مټر

پنځوس کلنۍ ته له نږدې کېدو سره سم په انسان کې د ځینو مزمنو یا اوږدمهاله ناروغیو ګواښ زیاتیږي، ددې لپاره په کار دي چې انسان په خپلو خوړو کې لوبیا، مټر او د فاصلې دانې زیاتې کړي، دا ددغو ناروغیو په مخنیوي یا کمښت کې مرسته کوي.

پوهان وایي، هره ورځ د یوې پیالې په اندازه فاصله خوړل د کولیسترول د زیاتېدو احتمال ۵سلنه کموي، همدا ډول لوبیا په وینه کې د شکر کچه کموي، مګر هغه لوبیا چې تیاره پخه شوې خرڅيږي په دې کې د زیاتې مالګې او نورو موادو د ګډیدو له کبله باید لومړی په بشپړ ډول پریمنځل شي ځکه چې دا روغتیا ته زیان رسوي.

د وربشو وړه

د وربشو وړه له بدن څخه کولیسترول له منځه وړي او په شریانونو کې یې له پاتې کېدو مخه نیسي، که چیرې د شوفان وړه په ورځني ډول له ۳ ګرامو زیات استعمال شي په کولیسترول کې ۵ او ۱۰سلنه کموالی راولي، څیړنې زیاتوي هغه کسان چې په پراخه کچه د وربشې وړه استعمالوي د هغوی په پرتله چې نه یې استعمالوي اوږد ژوند لري، همدغه راز د وزن په کمولو او د شکر او زړه ناروغیو په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

مڼه

په هره مڼه کې تر ۵ ګرامه فایبر موندل کیږي، همدا ډول په دې کې د کریستین ماده موندل کیږي چې د وینې لوړ فشار ټيټوي، مڼه دغه راز له ويټامن سي، د اکسایډ ضد ماده او د پوټاشیم څخه هم برخمنه ده.

توتان

د څیړنو په وینا؛ د توت بېلا بېل ډولونو کې داسې مواد موندل کیږي چې دماغو ته د وینې رسیدګي چټکوي، په عین وخت کې انفکیشن او التهاب کموي، حافظه او د ادراک ماده پياوړې کوي، همدا ډول د توت میوه له فایبر، معدنیاتو او ويټامینونو څخه هم برخمنه ده.

وچه میوه

ګڼ شمېر څیړنو ثابته کړې چې د ورځې ۳۰ ګرامه وچه میوه خوړل د اوږدمهاله خطرناکو ناورغیو ۲۸سلنه مخنیوی کوي.

شنه سبزي

نویو څیړنو ثابته کړې هغه کسان چې په خپلو خوړو کې شنه یا پاڼه لرونکې سبزي زیاته کړي لکه پالک، دڼیا/ګشنیز او سپيرکۍ/زیره خوري دوی کې د ادراک او معرفت وړتیا د هغو په پرتله چې په خپلو خوړو کې شنه سبزي نه شاملوي زیاته وي.

مستې

له ۵۰ کلنۍ وروسته بدن په پراخه کچه پروټین ته اړتیا لري، او ددغه پروټینو زیاته کچه یې په مستو کې موندل کیږي، په مستو کې په پراخه کچه کلسیم هم موندل کیږي، کوم چې د هډوکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

ګازرې

سبزي د انسان روغتیا لپاره یو له اړینو خوړو څخه ګڼل کیږي، په ځانګړي ډول د سترګو، معدې، پوستکي او زړه روغتیا لپاره، ګازره د وینې لوړ فشار په ټيټولو کې مرسته کوي، د کولیسترولو کچه منظمه ساتي، د هاضمې سیستم غوره کوي، سربېره پر دې معافیت پیاوړی کوي او د ګواښونکې ناروغیو مخه نیسي، ګازره له نورو سبزیجاتو څخه ځانګړي مرکبات لري چې په کې دې ویټامن A، B8، C، او K، فایبر، معدنیات لکه وسپنه، پوټاشیم، میګانیزم او مس موندل کیږي، همدغه راز دا د اکسایډ ضد مادې په ګډون بیټا کیروټین هم لري.

چقندر

چقندر له یو شمېر ویټامینونو څخه برخمن دی، په دې کې د ويټامن A او C سربېره فایبر، معدنیات لکه میګانیزم، کلسیم، پوټاشیم او وسپنه موندل کیږي او همدغه راز د اکسایډ ضد ماده لري، کوم چې د مزمنو یا اوږمهاله ناروغیو مخنیوی کوي، د ځینو څیړنو سره سم چقندر بدن ته انرژي ورکوي، د دماغ فعالیت غوره کوي او د وینې لوړ فشار ټیټوي.

اوکاډو

اوکاډو میوه له غذایي موادو څخه برخمن خواړه ګڼل کیږي، په دې کې مس، پوټاشیم او ويټامینونه موندل کیږي همدغه راز په بدن کې غیر ضروري غوړ هم له منځه وړي.

Image result for avocado

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د