اشرف غني: د افراطي ذهنیت د له منځه وړلو په موخه د مدرسو د نصاب په انسجام کار کوو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وايي، حکومت یې له افراط او تروریزم سره مبارزې ته ژمن دی او د افراطي ذهنیت د له منځه وړلو په موخه د مدرسو د نصاب په انسجام کار کوي.

اشرف غني چې دا مهال په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته تللی، هلته یې د اسلامي همکاریو د سازمان له سکرتر « ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین» سره لیدلي او د تروریزم په وړاندې یې په ګډه مبارزه ټینګار کړی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې، ډاکټر یوسف د اسلامي همکاریو د سازمان په استازیتوب له ټاکنو او د سولې له روانې پروسې خپل ملاتړ څرګند کړی او تر څنګ یې له طالبانو هیله کړې، څو له حکومت سره بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

یوسف له دې سره، سره په ټاکنو ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې د ټاکنو د پروسې د څار په موخه به خپل څارونکي افغانستان ته لېږي.

اشرف غني د سولې او ټاکنو له بهیر څخه د ملاتړ له امله د اسلامي همکاریو له سازمان مننه کړې او یاد بنسټ یې  لا ډېرې همکارۍ ته رابللی.

د ګډ حکومت مشر داسې مهال افراطیت د مدرسو له نصاب خړوبېدونکی بولي،  چې نوموړي واک ته له رسېدو سه سم ژمنه کړې وه، د جومات او ارګ فاصله به کموي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ملا جانان
میلمه
ملا جانان

ښه به دا وي چي د خپل او خپلو چاپلوسانو د افراطي دهریت د اصلاح لپاره د نصاب پر ترتیبولو کار وکړي، یو خو ګټه یې ډیره ده او بل تر وس یې هم لاندي چاره ده.

جميل
میلمه
جميل

دا بيشرفه د بيشرفو ميلمه ته به جهاد او امر بالمعروف او نهی عن المنکر افراطيت ښکاری . ای بيشرفه منافق غلامه ! تا غوندی ډيرو طاغوتيانو همدا هڅی کړيدی چی د قراکريم او احاديثو څخه همدا د دين د ساتنی مبارک آيات او احاديث چی تاسو منافقو بيدينو ته افراطيت ښکاری ځنی ليری کړی خو تر اوسه داسی کوم زورور ندی پيدا شوی چی پدی کار بريالی شی ، تا غوندی ذليله او کمزوره غلام به څنګه دا کار وکړای شی ، دا خبره به دی هرومرو د خپل بيشرفو کوربه و د خوښی لپاره کړيوی ، هغو پروسږکال… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا ملحد او خبیث غلام د جمعی د لمونځ په ادا کولو نه پوهیږی ، مسلمانانو ته د افراطیانو خطاب او بیا د مدرسو د نصاب به انسجام کار کوی ، یعنی ددجال په مقابل کی جهادی ایتونه به له قرانه حذف کړی دا یی مطلب دی . په دی خوب ا و خیال خو د جال ۱۹ کاله تیر کړل اخر په ډونګو شو ، هغه بادار دجال چه د غلام غنی سره مخ په مخ ناست هغه غنی ته او غنی د مفعول په شان زمکی ته کتل داسی تایدو راتاویدلو لکه تازه چه یی له باداره صدمه… نور لوستل »