په دریو کلونو کې د روږدو کسانو شمېر دوه برابره شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): له نشه یې توکو سره د مبارزې د وزارت مرستیال وايي، یوازې په دریو کلونو کې د روږدو کساو شمېر له ۱.۵ میلیونه څخه ۳.۶ میلیونو ته رسېدلی.

محمد هاشم اورتاق چې نن یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « له نشه یي توکو سره د جدي مبارزې سره، سره د روږدو کسانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي، په ۲۰۱۳ کې د روږدو کسانو شمېر ۱.۵ میلیونه وو؛ خو په ۲۰۱۵ کې دا شمېره ۳.۶ میلیونه کسانو ته رسېږي».

نوموړي زیاته کړه « فقر، نا امني، د دندو نشتون او د قاچاقبرانو د مافیا په څارنه کې د سیمې د هیوادونو نه همکاري د روږدو کسانو شمېر لا پسې لوړ کړی، چې د اندېښنې وړ دی».

د اورتاق په خبره، د سیمي د هیوادونو له همکارۍ پرته د قاچاقبرانو د مافیا په تعقیب کې بریالې کېدای نشو « موږ غواړو د نشه یي توکو په ضد د سیمې د هیوادونو له ادارو سره وتړل شو، څو په اغېزناکه توګه مبارزه وکړو».

له نشه یي توکو سره د مبارزې د وزارت مرستیال د خپلې ادارې له هڅو دفاع وکړه او یاده یې کړه، چې په کمو امکاناتو یې ۷ سوه ۷۷ زره روږدي کسان راټول کړي او زیات شمېر قاچاقبران یې نیولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د دی ليونی مفکر په دوره کی نه يوازی نشه يان بلکه فاحشی او مفعولين هم ډیر شوی دی ، د دی ليونی مفکر او نورو طفيليانو هدف يوازی زمونږ د دين او د هيواد دښمنان خوشحالول دی ، په هره وسيله او په هر ډول چی وس يی کيږی دين ، هيواد او اولس ته تاوان رسوی .