کرېکټ بورډ د اقتصادي بحران له کبله ګڼ شمېر کارکونکي له دندو ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د بودیجې کمښت او اقتصادي بخران له کبله شاوخوا «۴۳» کارکونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د نوې پریکړې له مخې په کاري برخه کې د غوره کیفیت او د بودیجې د کموالي له کبله د یاد بورډ د ګڼ شمېر کارکونکو قراردادونو پای ته رسولي دي.

کرېکټ بورډ وایي چې ګوښه شوي کارکوونکي هغه کسان وو چې په تشکیل کې ورته اړتیا نه لیدل کیده، خو ددوی کلني معاشونه ۱۲ ملیونه افغانۍ ته رسیدلې، د ادارې د نوې تګلارې پر بنسټ به دغه اندازه پیسې پر تخنیکي او رغنیزې چارو لګیږي.

د یادونې ده چې د یو شمېر نورو راپورونو پر اساس کرېکټ بورډ له تېر یو کال راهیسې هغه لوبغاړو ته چې قراردادونه لري معاشونه نه دي ورکړي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د