رسنۍ څنګه د سولې ضد موقف خپلوي؟

پوهندوی شکرالله سلام

سوله د جګړې دواړو غړو ته خپل مفاهیم لري، امریکا او ملګري يې فکر کوي چې خپلې ماتې ته یوه د اوړو پوزه باید برابره کړي او ظاهراً دا وښيي چې دې اوږدې جګړې نه ګټونکی درلود، نه بایلونکی؛ دې ته په ارواپوهنه کې ځان غولونه وايي، په مقابل کې يې افغان ولس پر دې باور دی چې دوی بریالي دي او توانېدلي دي چې له نظامي اړخه موټرسایکل له ټانګ سره دوه لسیزې بریالی وجنګوي، خو د دې اوږدې جګړې په ضمن کې چې امریکا په کابل کې د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره د حکومت په نوم کومه اداره رامنځته کړې ده، د سولې د نوم په اورېدو يې پښې رېږدي، که څه هم دا اداره د جګړې د یو اړخ تولید او ملګرې ده، خو اوس دومره پړسول شوې چې د خپلواکۍ دعوه هم کوي، خو ضمناً دومره مجبوره ده چې ټول هست و بود يې په بهرنیانو پورې تړلی دی.

دا اداره یوازینی بنسټ دی چې د سولې په هر ډول حرکاتو کې خپل زیان ویني، خپل زیان یعنې د څو اشخاصو د شخصي ګټو تاوان؛ اوس چې يې په سر کې محمد اشرف غني دي، څو ورځې وړاندې يې په جهر وویل چې سوله نه؛ بلکې ټاکنې ورته مهمې دي او دی حاضر دی چې پنځو نورو کلونو لپاره زرګونه نورې ککرۍ هم د امریکایانو په پښو کې ورغړوي، خو هغوی دې له دې خاورې پښې نه وباسي.

اشرف غني د واک له پیله له قوم‌پالنې کار واخیست او له بده مرغه دلته په قوم‌پالنه، فاشیزم او نشنلیزم کې تر ټولو فرهنګیان ډېر ښکېل دي، ځکه خو دا کړۍ چې پر مفت خوړو هم عادت دي د هغه ملګرې شوې، نوموړي له همدې کړیو نه په ګټې وفهموله چې کولی شي د رسنیو په ملګرتیا خپل تش ماغزه د نړۍ دویم نمبر ډک ماغزه معرفي کړي.

هغه لومړی د ازادۍ راډیو خولې ته د قیضې اچولو لپاره اسدالله غضنفر خپل سلاکار وټاکه، او د ټاکل کېدو یوازینی علت يې دا دی چې هغه بیا په ازادي راډیو کې غبرګ وروڼه، عصمت څاروان او احمد شېبر؛ کنټرول کړي، ضمناً يې بي بي سي کې بل ورور ایمل پسرلی د غني لپاره ترښځ ووهي، که ترښځ نه‌شي وهلی خپل سیمه‌ییز همکاران پوی کړي چې پر جنایاتو يې خوله پټه ونیسي.

د دې تر څنګ يې د بي بي سي له پاونډیز معاش نه په لوړ ډالري معاش میرویس میاخېل ملي تلویزون ته راوست، چې هم د بي بي سي او ملي تلویزون تر منځ اړیکه ټینګه شي او هم بي بي سي وال د میاخېل په خاطر د غني پر دروغو سترګې مړې تېرې کړې.
د شمشاد تلویزون بنسټګر فضل الکریم فضل يې هم خپل سلاکار وټاکه او دا تلویزن يې سلامت په لاس کې واخیست، خو یوازینی چینل چې هم د اشرف غني ترې سترګه سوځېده او هم يې وس پرې نه رسېده، طلوع‌نیوز و؛ له اوږدو زاریو وروسته، طلوع د پراخ کلني باج اخیستنې پر اساس تیار شول چې خپلواک ساپی په نوم د پښتو برخې مشر وټاکي، خو غني هم د نورو ډېرو مقرریو تر څنګ حتی د شبکه‌خنده کمېډي خپرونې پروډیوسر هم د سلاکار په توګه ومانه.

هشت صبح، د ټلوالې د تبلیغاتو لپاره بله چاپي او انلاین رسنۍ ده، چې کولی يې شوی د خپل مزاج په خاطر د دې وېشلې ادارې په منځ کې د عبدالله لپاره بغارې ووهي، خو اشرف غني غږ پورته کېدو ته پرې نه ښوده او د دې ورځپاڼې مشر يې د خپل ویاند مرستیال وټاکه.

تاند، پښتو ویبپاڼه ده چې بنسټ يې عصمت څاروان ايښی او تر تېر کال پورې هغه چلوله، خو وروسته يې د ملي امنیت شورا د
پخواني سلاکار حنیف اتمر تبلیغاتي ډلې ته چې سرخط ورځپاڼه يې هم پیل کړه، ور وسپاره، اوس نو دا ویبپاڼه د سرخط د مستعاریانو په لاس کې ده او هره ورځ د سولې د روانې پروسې پر ضد پکې مطالب خپرېږي.

خبریال، ویبپاڼه د بي بي سي د پخواني خبریال میرویس افغان اړوند ده، چې د برتانیا د استخباراتو په اشارو نڅېږي، پخپله ښاغلي افغان تر یو کال وړاندې طالبانو ته ترښځ وهله، خو اوس يې بیا یوازې د طالب مشرانو د شخصیت سپکولو ته کار ویلی، خو کار يې تر یوې ټوکې ډېر ارزښت نه پیدا کوي.

پورته ټولې رسنۍ یا د سولې د روان مهم بهیر اړوند غلې او پر ټاکنو شخوند وهي یا هم بلکل د سولې ضد دي او هڅه کوي چې دا پروسه، جنجالي، ولس پرې شکمن او که يې وس درلودی ان تخریب يې کړي.

دوی د سولې د پروسې د تخریب لپاره بېلابېلې لارې لري، مثلاً بي بي سي يې ضمني پروسه بولي او ډېری وخت يې حتی د سر په خبرونو کې نه راوړي، ازادي راډیو يې د ټلیفوني خپرونو له لارې او د کارپوهانو په نوم د خپلو ټاکلیو کسانو په وسیله هڅه کوي چې د سولې اړوند د ولس ذهن شکمن کړي، طلوع‌نیوز له یوې مخې د طالبانو بیا راتګ د خپلې پوه فنا کېدو په مانا بولي، ځکه خو يې پر اشرف غني دا هم منلې چې د دې شبکې ځايي مشر لطف الله نجفي زاده باید د بین الافغاني خبرو اترو په پلاوي کې هم دخيل وي، چې له اسلامي امارت سره د خپلې راتلونکې په اړه زړه تش کړي.

تاند ویبپاڼه، د مستعارو نومونو، داعش ته د کمپاین او ملکي تلفاتو سره د خواخوږۍ تر سیوری لاندې درګرده، د سیکولرانو او ان ملحدو ځوانانو د لیکنو خپراوي ته کار ویلی، دوی ټول یوازې خپل «اخلاص» کوي کنه نور دوی خوهم پوهېږي چې د کابل بشپړه اداره دې خبرو اترو کې د امریکا یو ضمني اړخ بلل کېږي، دوی خو نو بېخې پکې مطرح کېدلی نه شي، خو بیا هم هڅه کوي چې ولس په قطر کې پر خپلو ناستو استازیو شکمن کړي، مګر دوی دا هېره کړې چې ولس دا نولس کاله د تبلیغاتو په ټولو دوړو کې خپل استازي ورک نه کړل، هغه وخت چې استازي يې د نړۍ په سطحه مجرمان، ترهګر او وحشي معرفي کېدل، اوس چې پر نړۍوال سټیج د ولس تر نېغ استازیتوبه ورسېدل، اوس به يې څنګه په اړه ذره شک لا وکړي!؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

داسلامی امارات فرهنګی کمیسیون ته مې مشوره ده تر څو د ورغاړې مسوولیت له مخې د یادو رسنیو په ادرس یو انذار صادر کړي،، او د رسنیو له مشرانو او کارکوونکو په ټینګه غوښتنه وکړي تر څو د سولې د هڅو له تخریب څخه لاس واخلي.

همدارنګه د یاد انذار یوه کاپي دې د لازمو اجرااتو لپاره نظامي کمیسیون ته هم واستوي.

عام او سوله غوښتونکي افغانان دې د مخربو خبریالانو په پیژندلو کې له طالبانو کرامو سره مرسته وکړي.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

ټولو افغانانو ته معلومه ده چی طالبانو ویلی وو چی زموږ د سولی بهیر دوه بعد لری: ۱-خارجی له امریکا اود هغوی نظامی متحدینو سره ۲- داخلی ده چی وروسته له هغه چی له امریکا سره موافقی ته ورسیږی بیا په داخلی بعد کار کوی چی په داخلی بعد کی افغان سیاسیون او دولت هم شامل بولی مګر کله وایی چی افغان دولت د رسمی دولت په شکل نه بلکه د یو سیاسی جهت په لوری پیژنی او مذاکره او خبری به ورسره کوی، راځو اوس اصلی مطلب ته، تر اوسه اته ۸ پړاوو خبری او مجلسونه شوی مګر امریکا… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

ګل محمد (ځدران ) صاحب ! طالب مجاهدین مجاهد اولس دی چه د نړیوال کفر ( اشغلګرو ) او د هغوی د غلامانو ( کرزی او غنی ) په مقابل کی په مال او ځان له خپل ځانو ، خاوری ، خپلواکی او ناموس دفاع کوی. که نه څرنګه ممکنه ده جه یو ګروپ طالبان دی د دجالی نړی ( کابل غلامانو ا وبادرانو ) سره په یو سر وجنګیږی؟ د ځينو دلایل د لویدیز د دموکراسی د وکیلانو خبری دی په هره وسیله چه وی مقابل اړخ ته په خبرو ماته ورکړی، یعنی حق پټ او باطل بریا ته… نور لوستل »

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

طالبانو ته پکار ده نور دا مظلوم ولس له دغو بېواکو رسنۍ درواغو خلاص کړی.