پاکستان: د موټرو خرڅلاو ۵۰ سلنه کم شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): پاکستاني رسنۍ وايي چې د کلدارې ارزښت کمیدو، سود نرخ زیاتیدو او لوړو مالیو د موټرو صنعت ته خورا زیات زیان رسولی دی.

ډایلي ټایمز د راپور پر اساس داخلي صنعتکاران له دې کبله چې نوي موټر نه خرڅیږي او نه هم څوک په کې پانګونه کوي زښت زیات زیانونه لیدلي دي. همدا راز نړیوال د موټرو شرکتونو هم په اوسني حالت کې پاکستان بازار ته د نویو موټرو وړاندې کول ځنډولي دي.

د موټرو صنعتکارانو ته نیږدې سرچینو یادې ورځپاڼې ته ویلي چې د موټرو خرڅلاو ۵۰ سلنه کم شوی او وضعیت نور هم مخ په خرابیدو روان دی.

د موټرو صنعتکاران وايي چې که وضعیت همداسې دوام ومومي نو حکومت ته شاید ۲۲۵ میلیارده کلدارې تاوان ورسیږي او همدا راز یو عشاریه اته میلیونه کسان بې روزګاره شي.

د پاکستان د موټرو د تولید اتحادیې د روان کال د جولايي د میاشتې د موټرو د خرڅلاو اړوند معلومات ښيي چې د هونډا موټر خرڅلاو په دغه هیواد کې ۶۶ سلنه ښکته شوی دی.  تېر کال جولايي میاشت کې د هنډا ۴،۹۸۱ موټر خرڅ شوي وو خو سږ کال جولايي میاشت کې دغه شمېر ۱،۶۹۴ ته ښکته شوی دی.

یاد معلومات ښيي چې ټویټا شرکت د موټرو خرڅلاو کې ۵۶ سلنه کموالی راغلی دی. ټویټا تېر کال جولايي میاشت کې ۵،۴۶۸ عراده موټر خرڅ کړي وو خو سږکال جولايي میاشت کې دغه شمېر ۱،۶۹۴ ته ښکته شوی دی.

سوزوکي کمپنۍ په خرڅلاو کې بیا یواځې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.

صنعتکاران وايي چې د موټرو په خرڅلاو کې کموالي لامل د مالیو زیاتولی دی. دوی وايي چې داخلي مالیات مخکې ۲.۵ سلنه وه چې اوس ۷.۵ ته لوړ شوي دي. همدا راز پر خامو موادو هم مالیه لوړه شوې ده چې له کبله یې د موټرو صنعت ته زیات ریان رسیدلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

لا ودریګه چی کله پخیر په تور لیست کی راشی بیا به ګوری. الله مو تباه کړه زمونږ خلګ مو تباه کړل، الله د تاسی داسی خوار او ذلیله کړی چی د یوی مړی ډوډی لپاره ټول د افغانان مزدوران شی.