
د دعوت ، جهاد او اصلاح هسک منار مرحوم سدوزي آغا صاحب په یاد کې
عبد الرحیم (ثاقب)
مرحوم سدوزی اغا صاحب زمونږ د هیواد د علمي ، جهادي او اصلاحي قشر په منځ کې یو له مشهورو او نومیالیو شخصیتونو څخه ګڼل کیږي.
نوموړی د دې ترڅنګ چې یو ټولمنلی روحاني شخصیت و د دعوت ، جهاد او اصلاح په ډګرونو کې هم ښه ځلیدلی او ټولنې ته یې په دې دریو واړو مجالاتو کې ښه خدمتونه کړي.
غواړو په څولاندو کرښو کې د نوموړي علمي، جهادي او اصلاحي ژوند او فعالیتونو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو.
زوکړه او نشأت یې:
مرحوم سدوزی آغا صاحب چې اصلي نوم یې مولوي سید محمد دی په کال ۱۳۰۷ هجري لمریز کې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالي د جوي لا هور سیمې د مشهور عارف او عالم سید محمد حسن آغا په علمي او روحاني کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولې دي.
کورنۍ او ټبر یې:
د سدوزي آغا صاحب کورنۍ د هیواد په کچه له مشهورو علمي او روحاني کورنیو څخه ګڼل کیږي.
د آغا صاحب والد سید محمد حسین رحمه الله د خپل عصر یو عارف او مورنی نیکه یې سید عبدالحلیم آغا د حاجي دوست محمد کندهاري رحمة الله علیه خلیفه او د یاسین زی پنیاله خانقاه مؤسس دی.
د یادې خانقاه روحاني سلسله د ډهلي حضراتو ته رسیږي ، چې شاه ابوالخیر رحمة الله علیه د دې سلسلې سرخیل او د مفتي محمود رحمة الله علیه پلار خلیفه محمد صدیق رحمة الله علیه د یادې خانقاه مرید او پیرو و.
زده کړه او دیني تحصیلات یې:
مرحوم سدوزي آغا صاحب خپلې لومړنۍ دیني زده کړې په خپل کلې کې له مولوی سيد عبدالغفار اغا څخه پیل کړې.
نوموړی د مولوي سید عبدالغفار آغا د شاګردانو په جمله کې یو تر ټولو مهذب ، ذهین او د حسنه اخلاقو شاګرد په توګه پیژندل کیده .
آغا صاحب لس کلن و چې والد صاحب یې وفات او د تعلیم ، تربيې مسؤلیت یې د مورني نیکه مولانا سید عبد الحلیم آغا صاحب پر غاړه ور واچول شو.
هماغه و چې مولانا سیدعبدالحلیم رحمة الله علیه خپل همدا ذهین لمسی (سدوزی آغا صاحب) په کال ۱۹۴۶م کې له خپلو زامنو سید محمود، سید حامد او سید محمد سره د دیني زده کړو لپاره د هند مشهورې جامعې دارالعلوم دیوبند ته ولیږه.
په ۱۹۴۷م کې د پاکستان تر جوړیدو وروسته نوموړی بیرته له خپل ماما او علمي استاد سید محمود آغا سره پاکستان ته راغی او هلته یې د وخت مروجه فنون له خپل ماما څخه ولوستل.
په ۱۹۴۹م کال کې د اکوړي دارالعلوم حقانیې ته ولاړ او هلته یې د وخت مروجه علوم ، فقه ، اصول الفقه ، صرف ، نحو ، منطق ، بلاغت اصول التفسیر ، اصول الحدیث او … تکمیل کړل .
په ۱۹۵۴م کال له حقانیه دارالعلوم څخه فارغ شو او د فضیلت پګړۍ شخصا د حقانیه جامعې مؤسس مولانا عبدالحق رحمه الله ور وتړله.
تر فراغت وروسته یې په همدې کال کې د علم التفسیر اختصاصي زدکړې له مولانا احمدعلي لاهوري رحمة الله علیه څخه تکمیل کړې.
په ۱۹۵۵م کې خپل هیواد ته راستون او د کندهار ښار په بیلابیلو سیمو او خپلې پلرنۍ مینې جوی لاهور کې یې پوره لس کاله د دیني علومو تدریس وکړ.
په ۱۹۶۶م کال کې یې د کندهار د عالمانو په مشوره او مرسته د کندهار ښار په مرکز کې محمدیه مدرسه تأسیس کړه چې تر اوسه پوري د دې ښار د دیني علومو د تدریس د یوې تاریخې مدرسې په توګه په زرګونه دیني عالمان تري فارغ او د ټولني خدمت ته وړاندې شوي دي.
محمدیه مدرسه اوس هم په کندهار ښار کې د مرحوم سدوزي آغا صاحب د یوه علمي یاد ګار په توګه د ولس د ځوان نسل په علمي خدمت کې قرار لري او د دیني علومو د تدریس سلسله ورکي په بریالۍ توګه روانه ده.
هجرت ، جهاد او سیاسي فعالیت یې:
په ۱۳۵۷هجري لمریزکال کې په افغانستان کې د ثور تر کرغیړنې کمونیستي کودتا وروسته چې د هیواد دیني عالمان د مذهبي فعالیتونو په جرم د کمونستانو تر تعقیب لاندې ونیول شول ، مرحوم سدوزی اغا صاحب هم د هیواد د نورو زرګونو عالمانو په جمله کې هجرت ته مجبور او د نورو مهاجرینو ترڅنګ د پاکستان په کویټه ښار کې ځای پرځای شو.
د هجرت په مهال یې په هیواد کې د شوروي اشغال خلاف خپل جهادي فعالیتونه جاري وساتل او په کویټه ښار کې یې د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم د جنوب لویدیځې حوزې د نظامي مسؤل په توګه کار پیل کړ.
په همدې مسؤلیت کې یې د فعالیت په سلسله کې د شیخ مولوي عبدالعلي دیوبندي او مولوي دوست محمد صاحب په ملتیا ایران هیواد ته سفر وکړ چې د هغه په ترڅ کې یې د ذاهدان ښار د اهلسنت والجماعت له مشهور دیني عالم مولانا عبدالعزیز او نورو عالمانو سره ګټور ملاقاتونه وکړل ، هغوی ته یې په افغانستان کې د کمونستي حکومت خلاف جهادي وضعیت تشریح او افغان جهاد لپاره یې د هغو عالمانو او سیمي د مسلمانو خلګو هر اړخیزه مرسته جلب کړه.
د جهادي تنظیمونو د یووالي هڅې:
په۱۳۶۰هجري لمریز کال کې کله چې په پیښور کې د (۷) جهادي تنظیمونو د یو والي په خاطر د هیواد د نومیالي عالم مولوي مهر جلیل (ملا صاحب علي جان) لخوا د داعینو علماوو تر نوم لاندې د یووالي دعوت پیل شو مرحوم سدوزی آغا صاحب د همدي داعیینو په جمله کې تر ټولو موثر او فعال شخص و چې د جهادي رهبرانو د یووالې لپاره یې ګړندۍ هڅې وکړې او بالآخره یې همدا اووه جهادي مشران د اتحاد اسلامي تر عنوان لاندې پر یوه قیادت متحد کړل.
همدا راز یې د شهید مولانا ذاکري رحمه الله په مشرۍ د اتحاد علماء افغانستان تر تشکیل لاندې د علماوو د یووالي لپاره د پاموړهلې ځلې وکړي چې د ټول هیواد په سطحه یې د علماوو په متحد ساتلو کې خاص رول و درلود.
د سرښندونکو غازیانو د روزونکي په توګه:
مرحوم سدوزی آغا صاحب د دې ترڅنګ چې د هجرت په دیار کې یې د جهاد او مجاهدینو د پرمختګ لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کولې ؛ له هغه سره یوځای یې د هیواد په داخل کې خپله ده ، شاګردانو او زامنو اغیزمن جهادي رول درلود.
شهید لالا ملنګ ( سید محمد اسحاق ) رحمه الله د مرحوم آغا صاحب زوی د هیواد په جنوب لویدیځ زون کې د شوروي اشغالګرو خلاف یو تر ټولو مشهور جهادي قومندان و چې له سرو لښکرو سره یې په متعددو جبهو کې تاریخي مقابلې کړې او شوروي ځواکونو ته یې د سر او مال درانه زیانونه ور اړولي دي.
تر دې چې یوځل له روسې لښکرو سره لاس په لاس جګړه کې داسې ښکیل شو چې د هغوی له خوا اسیر کړی شو.
خو جهادي جبهې یې په متقابله جګړه کې له شوروي ځواکونو څخه یو لوړ رتبه روسی افسر اسیر او په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال کې یې د کندهار ښار د جګړې په لومړۍ کرښه کې د لالا ملنګ په عوض کې تبادله کړ.
شهید لالا ملنګ رحمه الله تر تبادلې څه موده وروسته له شوروي ځواکونو سره په یوې بلې مخامخ جګړې کې په شهادت
ورسیدو.
د شهید لالا ملنګ ترڅنګ د هغه بل ورور سید محمد یعقوب اغا هم د جهاد د لارې تکړه مجاهد و چې له خپل دین او هیواد څخه د دفاع په لاره کې له شوروي اشغالګرو او د هغوی له ملاتړو کمونیستانو سره په جهادي جبهه کې په شهادت ورسیدو.
د طالبانو د اسلامي تحریک تر تأسیس وړاندې:
په کال ۱۳۷۱هجري لمریزکې په افغانستان کې د کمونستي نظام تر سقوط وروسته کله چې په هیواد کې د سیاسي واک د تصاحب په غرض د ځینو جهادي تنظیمونو ترمنځ جګړه پیل شوه مرحوم سدوزی آغا صاحب د نورو مصلحو جهادي شخصیتونو په څیر له داخلي اختلافاتو څخه ځان ګوښه او په خپلو تعلیمي ، تربیوي او اصلاحي فعالیتونو مصروف شو.
کله چې په ۱۳۷۳هجري لمریز کال کې د هیواد په جنوب لویدیځ زون / کندهار کې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر ( مجاهد) رحمه الله په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحریک پیل شو، مرحوم سدوزی آغا صاحب د خپلو نیمګړو جهادي آرمانونو د پوره کیدو په غرض د دغه اسلامي تحریک ننګه وکړه او په خپل ټول توان د هغه ترڅنګ ودریده.
دا چې د طالبانو د اسلامي تحریک ډیری تأسیسي افراد د مرحوم سدوزي آغا صاحب شاګردان، ارادت مندان او مجاهدین وو نو هرو مرو د تحریک په ټولو جهادي ، سیاسي او اصلاحي چارو کې د نوموړي د نظر ، مشورې او توصیې خاص رول او اغیز و .
او لکه څرنګه چې یې د اشغال خلاف جهاد کې د کندهار ولایت په سطحه د شهید لالا ملنګ په څیر په پوځي لحاظ تر ټولو غښتلي او سر ښندونکي مجاهدین زامن لرل همداشان یې د اسلامي تحریک په لیکو کې په سیاسي لحاظ ډیر فعال رول درلود او د طیب اغا په نوم زوي یې د اسلامي تحریک او اسلامي امارت په سیاسي او دیپلوماتیکو فعالیتونو کې خپل اختصاصي نقش درلود.
د حافظ محمد یونس په نوم بل زوی یې د اسلامي امارت په لیکو کې په خوست او بیلابیلو ولایتونو کې په مختلفو جهادي مسؤلیتونو بوخت و.
دا به مبالغه نه وي چې له بهرنۍ نړۍ سره د اسلامي امارت دیپلوماتیک علائق او سیاسي اړیکې او په قطر هیواد کې د اسلامي امارت اوسنی فعال دیپلوماتیک موجودیت د مرحوم سدوزي آغا صاحب د جهادي خدمت او فعالیت محصول وګڼل شي ؛ ځکه دا ټول د اسلامي امارت د واکمنۍ د ځوان او نوښتګر دیپلومات مجاهد ورور طیب آغا چې د مرحوم سدوزي آغا صاحب صالح خلف دی د هلو ځلو محصول دي چې په ډیرو سختو شرائطو کې یې تر سره کړي او نن د امریکا په شمول ټولې نړۍ همدا موجودیت په رسمیت پیژندلی دی.
علمي او تربیوي خدمت یې:
لکه مخکي چې وویل شول مرحوم سدوزي آغا صاحب د هیواد د ځوان نسل د علمي پوهاوي لپاره کلونه وړاندې د کندهار ښار په مرکز کې د محمدیې په نوم ستره علمي مدرسه تأسیس کړې وه چې تر دې لحظې پوري په زرګونو عالمان او د دعوت او اصلاح د لارې فاضلان تري فارغ شوي.
خو د هغه دا علمي فعالیت یواځې ترمحمدیه مدرسې پوري محدود نه دی پاتې؛ بلکې د هغه د علمي روزنې له کبله د هغه اولادونو هم د ټولني د علمي خدمت په لاره کې ښه رول لرلی چې د بیلګې په ډول یې د شهید شیخ سید محمد یوسف آغا نوم د یادولو وړ دی چې هم یې په دار الهجرت او هم د هیواد په داخل کې پاموړ علمي خدمتونه کړي.
د مرحوم سدوزي آغا صاحب د نارینه اولادونو شمیر (۷) ته رسیږي چې د هغوی له جملې څخه یې دری تنه ، هر یو سید محمد اسحاق ( لالاملنګ) سید محمد یعقوب او سید محمد یوسف اغا شهیدان شوي او ( ۴) تنه نور یې هریو سيد محمد اسمعیل اغا ، حافظ سید محمد یونس آغا، سید محمد طیب آغا او سید محمد طاهر آغا ژوندي او د اسلام او هیواد د خدمت په لاره کې د خپل والد مرحوم په نقش قدم روان دي.
سدوزی آغا صاحب د خپلو کړیو تاریخي خدمتونو له امله زمونږ د هیواد هغه ستر علمي ، جهادي او روحاني شخصیت دی چې د افغاني ټولنې لپاره د نوموړي د ټولو تر سره کړيو فعالیتونو او خدماتو په دغې مختصرې لیکنې کې تشریحول ناشوني دي .
د نوموړي کورنۍ او ارادت مندانو ته زما وړاندیز دا دی چې د هیواد ، د دغه ستر علمي ، جهادي او روحاني شخصیت د خدمتونو او د ټولنیزو فعالیتونو په اړه مکمل معلومات راغونډ او په کتابي بڼه چاپ کړي تر څو زمونږ راتلونکی نسل د خپل دغه ډول علمي محسنینو او جهادي اسلافو له کار نامو څخه اګاهي ولري.
وفات یې:
بالاخره د علم، جهاد او اصلاح دغه لوړ منار، د منبر او سنګر نومیالی اتل ، د روحانیت او ریاضت عامل مرشد ، مرحوم سدوزی آغا صاحب د روان ۱۳۹۸هجري لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۷ نیټه چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له ۱۷ نیټې سره سمون خوري د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې وفات او خپله روح یې حقیقي مالک ته وسپارله.
د جنازې مراسم يې هم په دوحه کې ترسره چې په هغو کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر پر غړيو سربيره ګڼ شمير قطر ميشتو افغانانو هم ګډون کړی و. د جنازی لمونځ يې د حافظ محمد يونس اغا په امامت اداء او جسد يې همالته د دوحې په سیمير نومي مقبره کې خاورو ته وسپارل شو.
مبارکه روح دې خوشاله او علمي لاره دي په مخلصو لارویانو پاللې وي..
پای.
نوټ : په دې لیکنې کې د مرحوم اغا صاحب له کورنۍ او د محترم مفتي محمد ګل (سعید) صاحب له معلوماتو څخه استفاده شوې ده.
الله تعالې دې یې وبښي،،، بازماندګانو او ارادتمندانو ته یې تسلیت وایم