د طالبانو او امریکا خبرې اترې؛ ارشیف

د سولی روان بهیر

خليل الله صافي

د طالبانو او امريكا مذاكرات:

د باوري سرچينو په قول د طالبانو او امريكا ترمنځ له افغانستان نه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو او ترهګرۍ ضد جګړې او د دې دوه مسايلو سره تړلې په ټولو اړينو موضوعاتو هوكړه شوې ده او د هوکړه ليک متن نهايي شوی دی. سپينې ماڼۍ د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي هوكړه ليک د متن ټول مواد تايد کړي دي، د اعلان لپاره يې ټول اړين مسايل هم بشپړ شوي دي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو او رسنيو په وړاندې به ممكن د سپټمبر تر پيل پورې هوکړه ليک رسماً اعلان شي.

تر هغې وروسته به امريكا له افغان دولت سره د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه جلا توافقنامه لاسليك كړي.

د هوکړې له مخې په امريكا کې د نومبر-٢٠٢٠، ولسمشريزو ټاکنو ترمخه به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي او هڅه دا ده چې تر هغې د مخه به د طالبانو او نورو افغاني سياسي ډلو او افغان دولت ترمنځ په كورنيو موضوعاتو هوكړه ترسره او عمومي اوربند به اعلان شي.

د طالبانو او امريكا ترمنځ د توافقنامې له اعلان وروسته به طالبان په بهرنيو ځواکونو خپل عمليات ودروي، ترڅو د بهرنيو ځواکونو شاتګ او وتلو ته پر امنه زمينه مساعده شي او په مقابل كې به بهرني ځواکونه هم پر طالب جنګياليو خپل پوځي عمليات ودروي.

بين الافغاني مذاكرات:

طالبانو د خپلې پخوانۍ پالیسۍ له مخې منلې ده چې له امريكا سره د توافقنامې له اعلان وروسته به د افعان حكومت په شمول له ټولو مهمو سياسي او جهادي ګوندونو سره په ټولو كورنيو مسايلو رسمي خبرې اترې پيل کړي، البته طالبان اوسنی افغان حكومت په رسميت نه پيژني او د حكومت استازي به د يوه سياسي لوري په توګه په مذاكراتو كې ګډون کوي، نه د حکومت د استازو په توګه.

د بين الافغاني مذاكراتو د اجنډا مهم موضوعات:

الف- اساسي قانون: طالب استازو په می ٢٠١٥ او جنوري ٢٠١٦ کې د قطر په پلازمينه دوحه کې د سولې په هغه كنفرانسونو كې، چې د پګواش د نړۍ والې موسسې لخوا جوړ شوي و، په صراحت سره ويلي و چې د اوسني اساسي قانون اتيا سلنه مواد مني او يواځې له ۲۰٪ موادو سره يي اختلاف لري، خو له دې کبله چې دا اساسي قانون د پرديو په شتون کې او د اشغال تر سيورې لاندې ليکل شوی دی، نو دوی غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د بشپړې خپلواکۍ او امن په فضاء کې پر اساسي قانون د پرديو له لاسوهنې پرته له سره کتنه وشي.

ب- راتلونکي سياسي نظام: تراوسه په ليکلې بڼه د هېواد د سياسي راتلونکي په اړه طالبانو کومه جامع طرحه نه ده وړاندې کړې، خو د طالبانو مشر د اختر په پیغامونو کې د خپل راتلونکي سیاسي نظام په اړه یو څه دریځونه څرګند کړي دي.

طالبانو د خپل خوځښت له پیل (۱۹۹۴) راهیسې د افغانستان لپاره خپل سیاسي اهداف په عمومی اصطلاحاتو بیانول چې د ډله ايزو جګړو پای، ځمکنۍ بشپړتيا، امنیت او د شریعت پر بنسټ د ریښتیني اسلامي نظام له تطبیق څخه عبارت و.

په ٢٠٠١ کال کې د امريکا د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې په افغانستان پوځي يرغل او د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د طالبانو دريځ دادی چې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو له لارې د هېواد د خپلواکۍ د بیا لاسته راوړو وروسته به دوی چمتو وي، چې د کورنیو مسايلو په اړه د افغانستان له حکومت او نورو ټولو نفوذ لرونکو افغاني ډلو سره رسمي خبرې وکړي، البته د افغان حکومت استازي به د يو سياسي جهت په توګه په مذاکراتو کې ګډون کوي.

د څو وروستيو کلونو په ترڅ کې طالبانو د “پراخ بنسټه اسلامي حکومت” مفکوره رامنځته کړې ده. د بېلګې په توګه د طالبانو د ۲۰۱۱ کال په اختريز پیغام کې همداسې يادونه شوې وه، همدارنګه د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې پاریس ته څېرمه په شانتلي کې، د يوه فرانسوي Think Tank لخوا په جوړ شوي کنفرانس کې طالب استازو شيخ شهاب الدین دلاور (د طالبانو د رژیم پرمهال په اسلام اباد او ریاض کې سفیر) او ډاکټر محمد نعیم وردګ، چې دواړه د سیاسي کمېسیون غړي دي په خپلو ویناوو کې د لومړي ځل لپاره تشریح کړه، چې د “پراخ بنسټه اسلامي حکومت” نه د دوی موخه دا ده چې ټولې “توکمیزې ډلې” او “سیاسي ګوندونه” باید په راتلونکي سیاسي نظام او دولتي ادارو کې استازیتوب ولري او د افغان ولس ټول سیاسي او مدني حقونه کې خوندي و اوسي.

کله چې په هغه کنفرانس او ورپسې په نورو ناستو کې نورور افغانانو او نړۍ والو له طالب استازو وپوښتل، چې دا موخه څرنګه ترلاسه کېدی شي؟

طالبانو وويل: ١- د اهل حل او عقد شورا له لارې ، ۲- د رښتينې دوديزي لویې جرګې له لارې، چې غړي یې د اهل حل او عقد د شورا په مواصفاتو برابر وي.

۳- د ملي شورا له لارې چې غړي یې د امن، ازادۍ او خپلواکۍ په فضاء کې د ولس په پاکو رايو ټاکل شوي وي، خو دا هغه څه دي چې د طالبانو د مشرتابه شورا په منځ کې بحث شوي دي او لا تر اوسه نهايې شوي نه دي. طالبان به په دې اړه خپل رسمي دريځ په بين الافغاني مذاکراتو کې څرګند کړي.

د طالبان وروستی دريځ دا دی، چې له امريکا سره د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر د شوې هوکړې تر اعلان وروسته به په رسمي توګه د ټولو بانفوذه افغاني ډلو له استازو سره رسمي خبرې پيلوي، د افغان حکومت له استازو سره د يوې سياسي لوړې په توګه خبرې کوي نه د حکومت د استازو په توګه او په هېواد كي داسي يو پراخ اسلامي نظام غواړي، چې د افغان ولس په خوښه د پرديو له لاسوهنې پرته د امن او خپلواکۍ په فضا کې رامنځته شي.

اسلامي امارت که اسلامي جمهوريت؟

طالبان وايي چې اسلامي امارت، اسلامي جمهوريت او يا اسلامي دولت د سياسي واكمنۍ طرز يا شكل دی، اسلامي نظام یې محتوی ده، محتوی یې ‌‌‌‌‌‌اصلي موخه ده او له دې موخې نه طالبان هېڅکله نه تېرېږي، خو د اسلامي امارت بيا احيا او تطبيق د طالبانو غوښتنه ده او طالبان تر اوسه د جمهوري نظام منلو ته اماده نه دي پداسې حال كې چې افغان حكومت امارت نه مني، نو د اسلامي دولت طرحه د حل د ممكنه لارو څخه کېدای شي.

ج- اوربند: د طالبانو د اوسنۍ تګلارې له مخې، عمومي اوربند هغه مهال شونی دی، چې كله د اساسي قانون د تدوين، اسلامي نظام د تنفيذ او نورو ټولو کورنيو اختلافي مسايلو پر سر له نورو افغاني ډلو سره هوکړې ته ورسيږي او د شونې هوکړې په پایله کې نوی حكومت د هېواد د چارو واګي په خپل لاس کې واخلي.

د- د ميرمنو حقونه: طالبان وایي چې د خپلې تېرې واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پر مهال يې په هېواد کې د ملوک الطوايفۍ له منځه وړل، هېواد له تجزيې نه ژغورل، ځمکنۍ بشپړتيا، امن راوستل، د اسلامي شريعت نفاذ، د ولس د سر، مال او ناموس خونديتوب له لومړنيو بنسټيزو موخو څخه وو، چې تر ډېره بريده په کې بريالي وو، خو دا چې د خپل پاڅون له پيل نه د واکمنۍ تر پايه په کورنيو جنګونو بوخت او له اقتصادي ستونزو سره مخ وو، ونه توانېدل مېرمنو ته د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو او کار مناسبه زمينه مساعده کړي او د مېرمنو د حقونو په اړه خپلې تېروتنې هم مني.

په راتلونکي کې د مېرمنو د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، په ټولو دولتي او نا دولتي ادارو کې د کار کولو، سياسي، ټولنيزو او مدني فعاليتونو کې په ونډه اخيستو، سوداګرۍ کولو او د ژوند په نورو ټولو برخو کې د ګډون او کار کولو سره مخالفت نه لري، البته دا هر څه به د قانون په چوکاټ کې تنظیمېږي او يواځې په درېيوو مواردو، کوم چې اسلامي شريعت مېرمنې منع کړې دي د ښځو د رول مخالف دي، چې هغه عبارت دي له امامت کبری (د هېواد مشرتابه يا زعامت)، امامت صغری (په لمانځه کې امامت کول) او په قصاص او شرعي حدودو كې قضاء او حکم کول.

و- د بيان او رسنيو ازادي: طالبان وايي چې د خلكو د بيان له ازادۍ او د رسنيو له ازادۍ سره مخالفت نه لري او دا هر څه بايد د قانون په چوكاټ کې تنظيم شي.

سربېره پر دې طالبان د جنس، نژاد یا مذھبي او سیاسي باورونو څخه په ازاد ډول په ټولنيز ژوند کې ټولو افغانانو ته د مساوي حقونو په ورکړه ټينګار کوي، څو خلک د ډٻرې لوړې کچې پوھنیز سیستم ته لاسرسی پیدا کړي، قانوني او اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي، د پوهې او وړتيا له مخې په ټولو دولتي منصبونو کې د کار کولو يو شان حقونه ولري، د شخصي ملکيت اړونده یو شان حقونه او ھمدا راز عدالت او له قانون سره سم له طبیعي زٻرمو او روغتیایي خدمتونو نه یو شان ګټه واخلي.

پايله: د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډ او د لنډمهالې ادارې د تشكيل په اړه د طالبانو او امريكا ترمنځ هېڅ رسمي هوکړه نه ده شوې. د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو موافقه مشروطه ده، د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د طالبانو تر ژمنې پورې اړه لري. امریکا به په تدریج سره په هر پړاو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د طالبانو ژمنې ته په کتو سره سم خپل سرتیري وباسي. سربیره پردې، د متحده ایالاتو حکومت باید دا هوکړه ليک کانګرس ته واستوي؛ د متحده ایالاتو له قانون سره سم دا هوکړه تړون نه دی، خو د متحده ایالاتو سياسي پالیسي همداسې ايجابوي، ځکه چې د متحده ایالاتو حکومت د هوکړې د تطبيق او نظارت او د طالب جنګیالیو ييا يوځای کيدنې (reintegration)او نورو اړونده مسايلو لپاره اړ دې چې له کانګرس نه د اضافه مالي بوديجې د منظورولو غوښتنه وکړي. د دومره زياتو پيسو ترلاسه کولو لپاره کانګرس او د امریکا خلک باید د امريكا او طالبانو پر هوکړې باور وکړي، له دې امله د امریکا متحده ایالاتو حکومت نه شي کولی د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د ترهګرۍ ضد جګړې پرته د لنډمهاله ادارې د جوړښت او يا نورو بین الافغاني خبرو په اړه د افغان حكومت له توافق او د بين الافغاني مذاكراتو له پیل څخه مخکې له طالبانو سره پټه معامله وکړي.

د طالبانو د رسمي دريځ له مخې له امريكا سره پر دوه موضوعاتو (د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش او ترهګرۍ ضد جګړې) پر سر د شوې هوکړې له اعلان وروسته د راتلونكي سياسي نظام، د اساسي قانون تدوين او اوربند په شمول نور ټول كورني موضوعات د رسمي بين الافغاني مذاكراتو لپاره د طالبانو د اجنډا برخه ده. طالبان هم نه غواړي چې په يين الافغاني مسايلو له امريكا سره رسمي هوكړه او معامله وكړي، خو زلمي خليلزاد د امريكا د متحده ايالاتو لخوا د خپل رسمي ماموريت د مخته وړلو او د طالبانو او امريكا ترمنځ د شخړې د هوارولو ترڅنګ د افغان کشالې د بيروني ابعادو په پام كې نيولو سره د افغاني سولې د ملاتړ په موخه په سيمه ايزه او نړيواله کچه ډير بريالې او مدبرانه ديپلوماتيك ماموريت مخې ته وړي، همدارنګه د بين الافغاني خبرو اترو په چاره كي د اساننياو د برابرولو دنده هم مخته وړي او د بين الافغاني مذاكراتو د پيل په صورت كې د افغانانو ترمنځ د شخړې د حل په موخه د منځګړتوب هوډ هم لري، نو د دې لپاره چې بين الافغاني مذاكرات په لنډ مهال كې برياليتوب ته ورسېږي تر څو عمومي اوربند اعلان او په ټولنيز عدالت ولاړه تل پاتې سولې ته لار هواره شي، نوموړې اړ دې چې په مهمو او بنسټيزو بين الافغاني مسايلو هم له طالبانو، افغان دولت او نورو مهمو سياسي او جهادي شخصيتونو سره د بين الافعاني خبرو له پيل ترمخه مشورتي خبرې وکړي.

د ډاکټر خليلزاد د پلان له مخې، د امريكا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له اعلان وروسته به بين الافغاني مذاكرات ژر پيل شي او ښایې طالبان په اولنۍ ناسته كې د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډ غوښتنه وکړي نو په دې صورت كې د لنډمهاله ادارې د تشكيل موضوع هم مطرح کېداې شي، خو د دې مسايلو په اړه به پريكړه په بين الافغاني خبرو كې کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تکړه،
،طالیبان او دولت د امریکایانو د وتلو څخه روسته،یو داسی میکانزم رامنځ ته کړی،چه د هر قسم سناریو څخه مخنیوی وشی،او هیڅ چا ته اجازه ورنکړل شی چه د چا په مال او ناموس تیری وکړی.
یو ځل بیا د ۱۹۹۲ کال تاریخ تکرار نه شی،
۱۹۹۲ کال کابل په کنډواله تبدیل،۶۲ زره کسان تر تیغ تیر شول،عاملین یی (ګلبدین،مسعود،سیاف،)وه اوس هم تر تازه ګرځی،او د پوښتنی یی هیڅ څوک نشته،
خلیلزاد باید دا اندیښنه له طالیبانو اوپنجاب سره شریکه کړی،

مجاهد
میلمه
مجاهد

کوم ته چه تاسی دولت وایاست هغه غلامه ، ناوړه او فاسده اداره د اشغالګرو له خوا په زور تبل شوی، هغوی باید لمړی محاکمه او مناسبی سزاوی واورول شی دوهم: کله هم د ګوند حیثیت نه شی لرلی حکومت د ټولو پرګنو د پاره یو نهاد دی اړخ نه شی کیدی . د خلکو په مال او ناموس خو همدا چه تاسی ورته حکومت وایاست تیری کوی هغو چه تیری کوی مخنیوی څرنګه کولای شی یعنی غله باید د خپلو ځانو مخنیوی وکړی د ۱۹۹۲ خپل منځی جنګو مسولین هم روسان او امریکایان وو ، یا په بل عبارت… نور لوستل »