افغانستان

کابل: ګډو ځواکونو ملا امام او بزګران وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډو ځواکونو له لوري د شپنيزو عملياتو او ولسي وګړو د وژنو په دوام دا ځل بيا د کابل ولايت په موسهي ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې ملا امام او دوه بزګران وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د موسهي ولسوالۍ عبدالرؤف کلا په مياخيلو او شادخانې سيمو کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې د کلي ملا امام او دوه تنه بزګران چې په خپلو کروندو کې په اوبو لګولو بوخت وو وژلي دي.

ددې سربيره يې يو تن ټپي کړی دی او دوه نور يې ژوندي له ځان سره بېولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم په لوګر ولايت کې امنیتي ځواکونو د واده په مراسمو توغنديز بريد کړی و چې په نتيجه کې يې د واده د زلمي وراره وژل شوی و او پنځلس تنه نور ټپيان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

پشتین، نوری، اجمل او نور کمیشن کاران چیری دی چه په دغه ملا امام او نزګران هم لږ تر لږه د منافقت اوښکی خو توی کړی او که دوی هم د پنجاب جاسوسان وو ؟

مجاهد

مسلمانانو ورونو ! ګډو ځواکونه نه اشغالګر ځواکونه ورته ووایاست، غلامان وسله ده وسله چلوونکی اشغلګر دی د اشغالګرو وسله د اشغالګرو ځواکو کی شمیرل کیږی یونیفورم ، وسله، مرمی ، ګاړی، تانک ، معاشونه او نشه توکی یی له اشغالګرو خوا ورکول کیږی او بیا هم ورته د ځواک نوم اخلی ؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x