سټوکس ټيسټ کې د نړيوال جام ياد تازه کړ؛ په يوازې ځان يې استراليا ماته کړه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸): د استراليا او انګلستان لوبډلو ترمنځ د اشيز سيريز په دريمه ټيسټ سيالۍ کې بين سټوکس يو وار بيا د انګلستان لپاره اتل ثابت شو او د نړيوال جام پايلوبې ياد يې تازه کړ.

دريمه ټيسټ سيالۍ چې په څلورمه ورځ په زړه پورې حالت ته رسيدلې وه، بين سټوکس په يوازې ځان مسوولانه سليزه ووهله او د استراليا لوبډلې «۳۵۹» منډې هدف يې بشپړ کړ.

بين سټوکس د وروستي لوبغاړي سره په ګډه ۷۶ منډې ملګرتيا جوړه کړه، چې نوموړي يې له مخې ۷۵ منډې جوړې کړې او ملګري يې ۱۷ توپونه ولوبول خو يوه منډه يې جوړه کړه.

په ياده لوبه کې استراليا لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۹ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د انګلستان لوبډلې ټول لوبغاړي يوازې په ۶۷ منډو وسوځېدل، له هغې وروسته استراليا ۲۴۶ منډې جوړې کړې او انګلستان ته يې د «۳۵۹» منډو هدف وټاکه.

انګلستان د ټاکلي هدف بشپړولو لپاره غوره پېل وکړ چې لوبډلمشر جويي رووټ ۷۷ منډې وکړې، له هغه وروسته بين سټوکس توپوهنې ته دوام ورکړ خو کوم لوبغاړي يې بشپړه ملګرتيا ونشوه کړای، په وروستۍ ویکټه بين سټوکس او جيک ليچ ۷۶ منډې جوړې کړې او هدف يې بشپړ کړ.

https://twitter.com/ESPNcricinfo/status/1165665246373130242?s=19

د ټيسټ کرېکټ په تاريخ کې دا د لسمې ويکټې دويم ستره ملګرتيا ده چې ۷۶ منډې وه، همدا ډول انګلستان د استراليا پر وړاندې په لومړي وار دومره ستر هدف بشپړ کړ.

بين سټوکس په توپ اچونه کې هم ښه ځليدلی و او ۴ ويکټې يې واخيستې، په توپوهنه کې يې د ۸ شپږیزو او ۱۱ څلوريزو په مرسته ۱۳۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، له همدې امله نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

له دې وړاندې د جولايي مياشتې په ۱۴مه نېټه د نړيوال جام پايلوبه کې بين سټوکس د نيوزيلند لوبډلې پر وړاندې مسوولانه لوبه ترسره کړې وه او انګلستان ته يې په يوازې ځان جام ګټلی و چې نن يې تېر تاريخ په ټيسټ سيالۍ کې تکرار کړ.

د يادونې ده چې د انګلستان او استراليا لوبډلو ترمنځ د ټيسټ سيريز لومړۍ سيالۍ هم په وروستي کې جالب پړاو ته داخله شوې وه، خو د استراليا توپ وهونکو لوبه مساوي کړه. له هغې وړاندې لومړۍ ټيسټ لوبه استراليا ګټلې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د