افغانستان

لوګر: طالبانو شپږ اربکيان وژلي او پوسته يې نيولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو په لوګر ولايت کې د اربکيانو يوه مهمه پوسته نيولې او د يو قومندان په ګډون يې شپږ اربکيان وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه د لوګر ولايت مرکز اړوند بوچک کلا سيمه کې یې د اربکيانو په پوسته برید کړی دی او د قومندان سليمي په ګډون يې شپږ اربکيان وژلي دي.

مجاهد زياتوي چې د اربکيانو پوسته يې هم نيولې ده او يو شمير سپکې او درنې وسلې يې هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم طالبانو په بلخ ولايت کې د امنيتي ځواکونو لويه قرارګاه نيولې وه او ګڼ شمير عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې له امله يې د امنيتي ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

د لوګر چارواکو تر اوسه ددې پيښې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x