افغانستان

طالبانو د سلام مخابراتي شرکت په فعاليتونو بنديز ولګاوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو وايي چې د دوی د اصولو څخه د سرغړونو له امله يې د سلام مخابراتي شرکت په فعاليتونو بنديز لګولی دی.

د طالبانو د موسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظيم کميسيون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد شرکت يې له اصولو څخه سرغړونه او د دوی له لوري ورته مکرر خبرداری ورکړل شوی دی خو لاهم سرغړاوي ته دوام ورکوي نو په همدې اساس يې په فعاليتونو بنديز لګولی دی.

طالبان وايي چې له دې وروسته به ددې شرکت مخابراتي پايې او د انټر نيټ لپار ه په ځمکه کې غځول شوي تارونه قطع کيږي، له پرسونل او وسائلو سره به يې د استخباراتي ارګان سره د تړلو کسانو او اجناسو په توګه چلند کيږي.

طالبانو د ياد شرکت د بندېدو لاملونه په دې توګه ياد کړي دي.

۱- د کابل ادارې او امریکايانو لپاره استخباراتي فعالیت ترسره کوي، په همدې موخه له مخابراتي تماسونو نه پټ معلومات ټولوي او اړوندو استخباراتي شبکو ته یې سپاري.

۲- ولسي خلکو او مجاهدینو ته د یقیني خطر د پیښیدو په وخت کي دموسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم دکمېسیون د بندولو او خلاصولو اصول نه مني همدا راز بهرنيو او کورنيو چاپه وهونکو وحشي عسکرو ته جاسوسي کوي.

د يادونې وړ ده چې طالبان وخت ناوخته په خپلو سيمو د خپل امنيت د خونديتوب او استخباراتي او کشفي ارګانونو نه د ځان ساتنې له پاره په مخابراتي شبکو ځينې بنديزونه لګوي چې شرکتونه ورسره موافقه کوي، خو په سلام شرکت د طالبانو له بنديز څخه معلوميږي چې سلام شرکت د طالبانو له خبرداري څخه سرغړونه کړې ده.

تر اوسه پورې د سلام شرکت مسوولينو او د افغانستان د مخابراتو وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د کومو اسنادو پر بنیاد، آیا تاسی د مخابراتو او تکنالوژی ماهرین لری؟ یا خدای مکړه د آی اس آی امر نوي.

Karwan

اجمل خانه، ته خو لکه د شړومبو مچ په هره کاسه کي پروت ئي. ايمان او وجدان دپه دالرو خرڅ کړي. ته لکه يو مفعول په هيځ نه شرميږي. کاروان

محمد

اجمل نوافغان بیسم ولي نه بنده وي لازم په دغه شبکه مشکل سته طالب دپه خواطالب ندي طالب نن ده تکنالوژي پلاردي ناټوئي پرګونډوکړه
راشه په چیش معلومه وي ستاترنظام ښه مطبوعات اوجګړه لرو

اجمل

کاروان و محمد ته: دا ## کاروان دی د محمد غوندی د سړی په شان خبری وکړی او منطقی ځواب د راکړی. د شړمبو مچ خو ته یی. باور وکړه چی ډالر می تر اوس شمیرلی هم ندی د کلدارو ب##. ریاض کی ډالر له کومه شول.
محمد صیب: زه دی خوشحاله کړم چی طالبان نن د تکنالوژی پلارونه دی. وبه ګورو پس له سولی. زه د حکومت سړی نه یم تر اوسه می له یوه حکومت سره هم کار ندی کړی. والسلام

غمی.پښتین

جوړ تکړه، اجمله وروره سلامونه. طالیبان له تیکنالوژی څخه خبر هم نه دی،تیلویزیون ته د سحر ډبلی وایی.د طالیبانو لپاره د بعضی مهمو تیلوفونو کنترول پاکستان ایی،ایس ،ایی کوی. م مسیجونو غلا کول،خبری ته غوږ نیول،لاپ ټاپ ته داخلیدل،حتی د تیلوفون کارتونو پیسی غلا کول دا ټول په یوه پیچلی تیکنالوژی او قوی انترنیت درلودلو باندی د ایی ایس ایی له خوا تر سره کیږی ،او راپور یی له طالیبانو سره شریک کیږی. روزانه غوږ نیول د مهمو اشخاصو تیلفونوته دا هم د ایی ایس ایی پاکستان کار دی،دا ټول کارونه د طالیب د وس څخه بهر دی. محمد صاحب… نور لوستل »

مجاهد

زه وایم د دجال چرګوړی به خوب کی هم د پاکستان ، پنجاب ، ای اس ای ، عمران خان …. شعارونه زمزمه کوی مجاهدینو ته د یوه او بل جاسوسان او خپله چه د همدغه غلام پاکستان په ګډون د امریکا په مشری د ټولو یهودو او نصاراوو په غلامی کی وراسته شول پروا نه لری حتی قضایی مصونیت یی هم تری اخستی یعنی ددوی په کورنیو کی تر دوی هغوی اولیت لری له کورونو یی د سرو ویشتانو او شنو سترګو ماشومان راوځی هره اونۍ کی ورله ویشتان او سترګی رنګوی بیاهم دوی د چرګوړو به شان چیو… نور لوستل »

غمی.پښتین

ستړی مه شی،
متل دی وایی چه دا سل په لیلا لاړی دا لس یی د بنګړو،
افغانان څه شی ته ازاد دی؟
تقریبا لمونځونه هم په بند دی،له ځانمرګیو څخه جمعه لمانځه ته نشی تللی.
سنت وادونه په بند دی،ناوی زوم په مین الوزی،یا په ځانمرګیو،یا په بمبار دطیارو
سلام مخابراتی خدمات سل واری یی بند کړی،

عبدالله

اسلام علیکم، لومری هیله کوم شکنزل مه کوی استدلال وکی. او د نن تکی اسیا اداری خخه غوشتنه کوو چی سوک شکنزل کوی هغوی بلک کری. طالبان د هغه شرکتو خخه چی ددوی په ساحه کی کار کوی پیسی اخلی حتی تر کوچینیو سی تی سی پروژو پوری. یو ولسوال چی زما دیر نژدی خپل دی په تقریبا ۴۰ لکه کالداری سو جریبه زمکه واخیستل په داسی حال کی چی کافیه یا بدیع المیزان یی هم نه دی لوستی بس پیسی دی په یو او بل نامه یی ترلاسه کوی. حتی زینو پروژو تطبیق د کوتی د شورا خط غواری.د… نور لوستل »

Miragha

سلام شرکت دا شپژ ۷ کاله چی زه په خبر یم ۲۴ ساعت په کلی باند و کی یی فعالیت کری په دی شگ نسته چی دیر مومنان به یی په جاسوسی په وحشی زناور قتل کری دا کار باید طالبانو دیر مخته کرای وای

گل محمد نوری

طالبانو ته د امریکا د سفیر پېغور: هم سوله کوئ هم د خپل وطن تاسیسات ویجاړوئ

غمی.پښتین

جوړ تازه.
طالیب چارواکیو ته،
دا به درسره ومنو چه سلام شبکه جاسوسی کوی، ایا دا لاندی ذکر شوی هم جاسوسی کوی؟
۱-سړک ،پل،کاریز.ویاله،اوبه بند،
۲-پوهنتون،جومات،مکتب،کلنینک،مدرسه،
۳-مامور،ملا،مکتب ماشوم،محصل،ریښتینی مدرسه طالیب….
پاسنی ذکر شوی هم جاسوسان دی؟
په اخر کی.ایا د روزګان یو نیم ملیون ماشومان هم جاسوسی کوی؟چه واکسین مو په بند دی؟

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x