افغانستان

دولتي ځواکونو د طالبانو له زندانه «۱۵» بندیان خلاص کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د دفاع وزارت وايي، په کندز ولایت کې یې  د طالبانو په زندان عملیات کړي او ۱۵ تنه بندیان یې خلاص کړي.

له دفاع وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت په امام ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه زندان عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۵ تنه ملکي افراد چې له طالبانو سره بندیان وو؛ خلاص شوي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې د طالبانو د وسلو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې.

یاده دې وي، چې طالبان د هیواد په ګڼو سیمو کې زندانونه لري، چې د اړوندو سیمو یو شمېر مجرمین او دولتي سرتېري پکې ساتل کېږي.

تر دې دمه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

پدی کال کی دا څو ځله شو چی زندانونه يو پر بل پسی ماتیږی. فکر کوم طالبانو ته اوس صرف همدا د قطر د خبرو وسیله پاتی ده چی باید یی پای ته ونرسوی نور خو هر څه په خلاصیدو دی. وایی د قطر خبری چی کله نهایی شی بیا یی د آی اس آی په امر سره عباس ستانکزی ټول غول تر غوله کړی. د غنی انتخابات به کیږی پخیر طالبان د همداسی زلمی خلیلزاد سره پلونه خوری او خیټی دی غټه وی. اوس اوس خلګ پوه شوی چی سوله د بهر نه د یوه نوی جنګ پیل دی… نور لوستل »

Karwan

طالبان دپه ډيره بده خوله ياد کړي.
تاسي کله هم سوله نه غواړي او جګړي ته ادامه ورکوي.
په ۵۰۰ دالره هم د خلکو زامن عسکري ته ورټيل وهي اوهم دکابل غلامي اداري او امريکايانو ته جاسوسي کوي او ولس مو پري تباه کړ. کور مووران شه. کاروان

مجاهد

ځینو چه دینی او دینایوی زده کړی تر لا سه کړی منطقی او علمی بحث کوی خپلو خبرو کی له عقلی او نقلی دلایلو کار اخلی د هغو خبری که لید لوری یی مخالف اړخ هم ولری خلکو ته ګټه رسوی او مناظره یی نتیجه او ثمره لری . مګر هغوی چه د پرونی کمونستی او نننی په دموکراسی اوبو کی لمپول شوی، صلیبی نیکتایی او دجالی دریشی په غاړه کړی . د دجال د پاره د خپلو خلکو، خاوری ، خپلواکی او ناموس په بیه کمیشن کار ی کوی ، بس د چرسیانو غوندی د ړندو ډیری رغړوی چه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x