افغانستان

د ټاکنو په ورځ به تر دریمې برخې زیات ټاکنیز مرکزونه تړلي وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت رهبري تر سولې وړاندې په ټاکنو ټینګار لري؛ د ټاکنیو خپلواک کمېسیون وایي، د امنیتي تهدیداتو او ګواښونو له امله به د ټاکنو په ورځ ۲۰۰۰ مرکزونه تړلي وي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رهبري د څرګندونو له مخې، یاد کمېسیون د ټاکنو لپاره ۷۳۸۵ مرکزونه په پام کې نیولي وو؛ خو د امنیتي ادارو تر خبرداري وروسته څرګنده شوې، چې یوازې ۵۳۸۵ خلاص پاتې کېدلای شي.

د کمېسیون په خبره، دا ګام یې امنیتي تهدیداتو او ګواښونو ته په پام اخستی وو.

تازه د یاد کمېسیون ویاند «عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د امنیتي ادارو د یو بل تازه خبرداري له مخې کېدلای شي ۴۳۱ نور مرکزونه هم وتړل شي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې مهال د دریمې برخې ټاکنیزو مرکزونو د تړلو خبر ورکوي، چې طالبانو ګواښ کړی وو، د ټاکنو په وړاندې  درېږي او ټاکنیز مرکزونه  د نظامي اهدافو په ډله کې شاملوي.

د شنونکو په باور، د دومره ډېرو ټاکنیزو مرکزونو تړل به د ټاکنو مشروعیت له ګواښ سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x