افغانستان

عبدالله عبدالله: د ملکي تلفاتو مخه دې ونیول شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ وږی، ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» په دولتي ځواکونو باندې غږ کړی، چې په خپلو عملیاتو کې دې له احتیاط کار اخلي او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته دې پام وکړي.

عبدالله عبدالله وویل « د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده، باید پاملرنه ورته وشي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی په لومړیتوبونو کې حساب شي، هغه کسان چې تر سختو شرایطو لاندې د حکومت ملاتړ کړي باید ساتنې ته یې پام وشي».

نوموړي ددې تر څنګ په لویو لارو باندې د طالبانو پراخېدونکی واک د اندېښنې وړ بللی، لویې لارې یې د طالبانو د مالي تمویل سرچینې یادې کړې او په امنیتي ځواکونو یې غږ کړی څو دې موضوع ته جدي پام وکړي».

د ګډ حکومت اجرائیه رییس داسې مهال د ملکي تلفاتو د کمولو غږ کوي، چې په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو شپني عملیات او هوایي بریدونه زیات شوي، چې تر ډېره پکې ملکي وګړي هدف ګرځول شوي.

همدا دوې ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو په بغلان کې یو بوډا سړی او زوی یې په ماینونو کېنولي وو او تر هغه وروسته یې انفجار ورکړی وو.

څه موده وړاندې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې هم حکومتي ځواکونو عام وژنه وکړه، چې د یوناما له کلک غبرګون سره تر مخ کېدو وروسته حکومت اړ شو څو یو پلاوی د څېړنو په پلمه پکیتا ته ولېږي، په یاده پېښه میاشت اوړي خو تر دې دمه د څېړنې پایلې له خلګو سره نه دي شریکې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ياسر

غلامانو په سختو شرايطو كي د چا په ملاتړ نازيژي،
واضيح خبره ده چه د اشغالگرو ساتونكي او د افغان ملت دوښمنان يي!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x