افغانستان

ننګرهار: ترافيکي پېښه کې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مومندرې ولسوال نسيم شينواری وايي چې يو ټوډي موټر چې له تورخم څخه ننګرهار ته په لاره و له يو ډاټسن موټر سره ټکر شوی دی چې له امله يې د يوې ميرمنې په ګډون څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

هغه وويل چې په ډاټسن موټر کې درې تنه ټپيان شوي دي چې د تداوۍ لپاره سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.

شينواري ويلي چې پيښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ناامنۍ او جګړو سربيره ترافيکي پېښې هم هغه څه دي چې ګڼ شمير افغانان په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او لامل يې هم د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودل کيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close