افغانستان

خلیلزاد: په راتلونکي کې هم د افغان  ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، له طالبانو سره تر توافق وروسته به هم د اوس په څېر د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

زلمي خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د رویترز یو راپور د دوو ناپیژندل شوو طالب قومندانانو په حواله ادعا کړې چې موږ به د توافق د یوې برخې په توګه د افغان ځواکونو ملاتړ ودروو. رښتیا نده!».

نوموړي زیاته کړې «هیڅوک باید په تبلیغاتو ونه ګواښل شي یا احمق شي! اجازه راکړئ چې په څرګنده یې ولیکم: موږ اوس دافغان ځواکونو دفاع کوو او په راتلونکي کې، له طالبانو سره د یو ډول توافق وروسته، به یې هم وکړو. ټولې غاړې موافقه دي چې د افغانستان راتلونکی به په بین الافغاني مذاکراتو کې وټاکل شي.»

https://twitter.com/US4AfghanPeace/status/1165954439322263553?s=20

خلیلزاد وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې نن ورځ رویټرز خبري اژانس په خپل یوه راپور کې د طالبانو د یوه قوماندان له قوله ولیکل، چې طالبان به له دولتي ځواکونو سره خپله جګړه روانه ساتي او د کړي توافق له مخې به امریکايي ځواکونه د خپلو داخلي همسنګرو ملاتړ ته نه راځي.

دغه قوماندان چې رويټرز یې نوم نه دی یاد کړی، څرګنده کړې، چې طالبان به د زور له لارې د واک واګې په لاس کې اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

خلیلزاد دې خیالی خوبونه نور دیوالونو ته بیان کړي
افغان ملت نور په تشو واعدو نشي غولیدلی

عبدالمالک همت

د امريکې د طاغي ټرمپ، نورو امريکايي طواغيتو او د هغو د افغاني الاصله ګماشته خليلزاد دغسي ګډي وډي او ضد او نقيض خبري زموږ د خلکو پر ضد د امريکايي استعمار يو ډول اروايي جګړه ده. دا ارذال زموږ د زورېدلي ولس د لا ډېر زورولو او کړولو لپاره له دغسي وسلې څخه هم کار اخلي. الله دې تباه او برباد کړي.

الحاج استاذ بیانزی

د دجال نماینده ( ګود شیطان ) لیکی چه، [[ په راتلونکي کې هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو ]] د تاسو سره د طالب مجاهدینو اخری توافق د اخری امریکایی عسکر په وتلو دی، تر ټولو خطرناک ترین او بی حیاترین لیوان نړی کی تاسی امریکایان واست د افغان مجاهدینو سره ۱۹ کاله په بوره وحشت وجنګید د پلار او مور تر بمونو یی وکارول د نشه توکو تر کرلو او په میلونو افغانانو روږدولو پوری مو هڅی او وسی وکړی او ….. ګټه یی درته څه چه تاوان یی درته وکړو، جبرا مجاهدینو ته په ګونډو… نور لوستل »

اجمل

تر هغو چی پنجابیان او امریکایان یو بل سره جوړ جاړنه ونکړی سوله موله نشته. دا طالبان ټول د آی اس آی په امر چی څه آی اس آی غواړی هسی کوی. دوی سره هیڅ اختیار نشته او نه هم کوم استقلالیت لری. دوی خو وایی په دوه دریو ورځو کی به د سولی تړون امضا شی خو ګوری به یی چی سلو ورځوکی به هم نه امضا کیږی، تر هغو چی پاکستان او امریکه و نغواړی.

گل محمد نوری

اجمل ورور کله چی هند په کشمیر سیمه باندی د قانون ۳۷۰ ماده یا د هغوی نیمه خپلواکی سلب کړ او جمو کشمیر د هند مربوط وګرځوله او پاکستان پدی کار سره غوسه شو، مخکی لدی د امریکا مشر ټرمپ له د پاکستان لومړی وزیر عمران سره وعده کړی وو چی تاسی موږ سره د افغان سوله کی همکاری وکړی موږ (امریکا) به د کشمیر موضوع کی درسره همکاری وکړو چی هندی چارواکو ددی ډول خبرو باندی غبرګون وښود، کله چی هند چارواکو د کمشیر نیمه خپلواکه سلب کړه نو د پاکستان استخباراتی او نظامی چارواکی قطر هیواد ته لاړل… نور لوستل »

اجمل

کوی، کوی د ځواکونو ملاتړ. عباس ستانکزی یی نغواړی تاسو یی ملاتړ کوی. دا جګړه او تا ټولی وژنی د امریکایانو او د پنجابیان ترمنځ ده خو مږنږه افغانان پکی قتلیږو.

حکیمي

بالاخلک شه پوهېږي

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x