افغانستان

چارواکي: داعش په هلمند کې د نفوذ پراخولو هڅې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت حکومتي چارواکي وايي، د داعش ډله په دې ولایت کې د نفوذ پراخولو هڅې کوي او په ګڼو ولسوالیو کې یې خپلو لیکو ته د جنګیالیو د استخدام کار روان کړی.

د هلمند ولایت د ولایتي شورا رییس «عطاءالله افغان» وايي، د نوزاد،  سنگین، موساقلعه، نوزاد، واشیر او باغران ولسوالیو خلګو ورته په خپلو سیمو کې د داعش د شتون او د یادې ډلې له لوري د جنګالیو د جذب خبر ورکړی.

د افغان په خبره، تر دې دمه استخباراتي ادارو د داعش د نفوذ د پراخولو راپورونه نه دي منلي؛ خو که چېرې رښتیا هم دا ډله د فعالیت په تمه وي، د امنیتي ځواکونو له لوري به وځپل شي.

بل لور ته د هلمند ولایت والي «یاسین خان» بیا په هملند ولایت کې د داعش شتون او فعالیت ردوي.

په داسې حال کې، چې د طالب او امریکایي لوري تر منځ مذاکرات وروستي هوکړه لیک ته په لنډه فاصله کې ښکاري او طالبانو ته د افغانستان له خاورې څخه نړیوالو ته د تهدید نه پېښېدلو مسئولیت ور تر غاړې کېږي؛ د داعش د نفوذ پراختیا اندېښنې راولاړې کړې.

د شنونکو په باور، بهرنیان په افغانستان کې د داعش ډلې د تمویل او غټ ښودنې په مټ غواړي له یوې خوا طالبان په مذاکراتي بهیر کې تر فشار لاندې ونیسي او له بل لوري هڅه کوي د افغانستان په ګاونډ کې د امریکا د ګټو ضد هیوادونه ورباندې وډاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

داعش د امریکا پروژه ده خو استادان یې احمقان دي هغوی په افغانستان کې هیڅ کار هم نشي کولی خوشې خپل ځانونه پرې تا وان دي او مرګ غواړي ! داعش يوه نجسه غیرې اسلامي وروسته پاتې جاهله تګ لاره ده هغه په اسلام پورې اړه نلري او هدف یې د اسلام بد معرفي کول او له اسلام سره دوښمني ده !

الحاج استاذ بیانزی

وایی یو احمق غل له غلا کولو وروسته، سترګی پټولی، چا ورته ویلی چه ستذګی ، ولی پټوی ویل چه زه خلک نه وینم نو خلک به مونږ نه وینی . د کابل غلامان خپلی سترګی پټوی او لا د خلکو په سترګو کی د خاورو اچولو هڅی لری هغه څه چه دوی ترسره کوی څوک یی تعقیب نه کړی . داعش په منځنی ختیز او داعش په افغانستان د جزییاتو له مخی توپیر لری هلته د شیعه او سنی ( امت مسلمه ) د جنګولو او د النی نظام ( خلافت د بدنامولو او افغانستان کی د بلیک واتر… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه.
د موثق راپورونو په اساس پاکستان غواړی چه د طالیبانو ځای داعش ته وسپاری،طالیبان حکومت کی مدغم کړی،اوپه بل عبارت د آفغان د قتل پروژه له طالیب څخه پاکستان اخلی ،داعش ته یی سپاری،
پاکستان بله ډله هم را وباسی چه نوم یی دی، ملنګان افغانستان
ملنګان افغانستان ډله هم د طالیب ځای ناسته ته کاندید ده،
ملنګان افغانستان ډله به یی د طالیب او داعش څخه ورواړوی.افغان ولس به هغه د کفن کش زوی څخه به یی په پلار شکر وباسی

حکیمي

ملنګان افغانستان خواوس دادی په ارګ مسلط دي
دسوالګر زامن خپلې ښځې اومیندې هم په امریکا یانو ساتي دکفن کش زامن هم دوۍ دي خلک یې ترپوزې راوستلي دي داعش هم دوۍ تمویلوي

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x