افغانستان

ګډو عسکرو لوګر کې يو ډاکټر وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): ګډو عسکرو تېره ورځ د لوګر ولايت مرکز «پلم علم» ته څېرمه «دوشنبه» سيمه کې يو ډاکټر وژلی دی.

د دوشنبې سيمې اوسېدونکو نن ټکی اسيا ته ويلي، ډاکټر خيال محمد عادل پل علم بازار کې د الحاج صدوخان روغتون برحاله ډاکټر و او تېره ورځ خپلې دندې ته پر لاره و، چې د ګډو عسکرو له لوري ووژل شو.

د ډاکټر خيال محمد عادل ورور سيد محمد همددر وايي، ورور يې له هېڅ ډلې سره اړيکې نه درلودې، له خپل مسلک سره يې کار و او ټولو خلکو ته معلوم و، چې د الحاج صدوخان روغتون کې يې دنده سره کوله، خو ګډو عسکرو بيا هم په ډېره بې رحمۍ وواژه.

څو ورځې مخکې هم د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالۍ دادوخېلو سيمه کې حکومتي عسکرو له سعودي راغلی مسافر او د هغه ځوانکی وراره د کورنۍ مخکې په بمونو کينولي و او سرونه يې ترې پرې کړي وو.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ګډو عسکرو په عملياتو او چاپو کې د ملکيانو مرګ ژوبله بې ساري زياته شوې، خو د سولې خبرو له زياتېدو سره حکومتي عسکرو په لوی لاس د ملکيانو وژل او د هغوی کورونه ويجاړول خپل هدف ګرځولي دي.

د لوګر سربېره په ميدان وردګو، کاپيسا، کندوز، خوست، پکتيکا او نورو ولايتونو کې هم د ګډو عسکرو په بریدونو، بمباريو او چاپو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مستعمره هیواد کی حکومت له کومه شو، او هغه هم د اشغالګرو په سفارت کی ټاکل شوی ګډ حکومت او کله لا ورته د ملی وحدت حکومت وایی یعنی د ملی وحدت سپیڅلی اصطلاح ته توهین او سبکاوی دی . تاسی د ع او غ اجیړاګانو مزل ته وګوری مزل یی د هیرا منډیی د ایجړاګانو په شان دی که نه دی . تاسی د غلام او مفعول غنی هغه ویدیو وګوری چه د لمړی ځل د پاره له یوی شبی تیرولو وروسته یو تل ته مخامخ ناست دی ترمپ یی لاس مړی او مسکی مسکی ورته ګوری او مفعول… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x