افغانستان

طالبان: امریکا سره د روانو مذاکراتو د نهايي کولو په درشل کې يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، له امریکا سره يې د نهم پړاو د نهايي کېدو په درشل کې دي او هڅه کوي، چې دواړه لوري د روانو مذاکراتو په وروستيو جزئياتو په لنډ وخت کې هوکړې ته ورسيږي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم ويلي، د نهم پړاو مذاکراتو ته هيله من دي او له طالبانو سره ممکنه هوکړې ته يې تياری ښودلی دی.

ګډ حکومت هم دغو خبرو ته خوشبينه دی.

د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وايي، قطر کې د طالبانو او امریکا د خبرو ګډونوال نه دي، خو حکومت دغه مذاکرات له نږدې څاري.

صديقي زياته کړې، د امریکا او طالبانو له هوکړې وړاندې به زلمی خلیلزاد کابل ته راځي او د ګډ حکومت له چارواکو سره به د هوکړې متن شريکوي.

ګډ حکومت وايي، د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به بین الافغاني مذاکراتو او تلپاتې اوربند ته لاره اواره شي.

خو طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او اعلاميو کې له ګډ حکومت سره له رسمي خبرو انکار کړی او وايي، دغه حکومت په رسميت نه پيژني بلکې، د امریکا د يوه ګوډاګي په سترګه ورته ګوري.

طالبان وايي، له امریکا سره تر هوکړې وروسته به له افغانانو سره په داخلي چارو او د حکومت په جوړښت خبرې کوي او حکومتي چارواکي به د نورو سياسي ګوندونو او مدني ټولنو په څېر د دې خبرو برخوال وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x