افغانستان

ډونالډ ټرمپ: له افغانستانه د عسکرو په ایستلو کې بېړه نه کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وايي، له طالبانو او کابل حکومت سره یې خبرې رواني دي؛ خو تر دې دمه د عسکرو د ایستلو په تړاو کوم مهالوېش نه دی ورته رسېدلی.

ټرمپ چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو په ناسته یا «G7» کې یې خبرې کولې، وویل « موږ له طالبانو او کابل حکومت سره په خبرو اخته یو، مذاکرات ښه لور ته روان دي؛ خو تر دې دمه د عسکرو د را ایستلو کوم مهالوېش شتون نه لري او موږ په دې برخه کې بیړه نه کوو».

نوموړي زیاته کړه « موږ په افغانستان کې د سوله ساتو په توګه اوسېږو، د جګړې ګټل ډېر لږ وخت را څخه غواړي؛ خو موږ نه غواړو لس میلیونه کسان ووژل شي».

ټرمپ داسې مهال د عسکرو د ایستلو په برخه کې د مهالوېش د نشتون خبره کوي، چې طالب او امریکایي استازي د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې نهم پړاو خبرو ته راټول شوي او تر ډېره دواړه لوري توافق ته د نږدې کېدو په هیله دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» تېر ماښام په خپل ټویټر ولیکل «سبا د ورځې لس نیمې بجې به د امریکایې ټيم سره مذاکرات دوام کوي. هڅه کوو چې د توافقنامې وروستي ټکي نهایي کړو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx