افغانستان

د انتخاباتي کمپاینونو په سر جنجال؛ د ولسي جرګې د پخواني غړي زوی وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د جمعیت اسلامي د انسجام د شورا رییس او په ولسي جرګه کې د تخار د خلګو د پخواني استازي «سید شجاع الدین معصومي» زوی « سید اکرام الدین معصومي» چې تېره ورځ د خپل یوه ملګري له لوري په چاقو وهل شوی وو؛ په روغتون کې ساه ورکړې.

د تخار ولایت د پولیسو مشر « حشمت مسلم» وايي، سید اکرام الدین معصومي تېره ورځ «دوشنبه» ماښام مهال د «جاوید» په نوم د خپل یوه ملګري له لوري په چاقو وهل شوی وو، چې نن سهار یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د پولیسو معلومات ښيي، چې اکرام الدین معصومي د ټاکنیزو کمپاینونو په سر له خپل ملګري سره لفظي شخړه کړې او د هغه له لوري په چاقو وهل شوی.

پولیس وايي، قاتل له سیمې تښتېدلی او دوی یې لټه کوي.

یاده دې وي، چې شجاع الدین معصومي څو ورځې وړاندې د اشرف غني له «دولت ساز» ټيم څخه خپل ملاتړ څرګند کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x