
د وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخ ده
نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وایي، په یاده ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابۍ لور ته روان دی اوکه د مرکزي حکومت له لوري ورته پاملرنه ونشي؛ جلریز به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د جلریزو ولسوالۍ ولسوال «نقیب الله حیدري» له جمهور نیوز سره په خبرو کې ویلي، دولسوالۍ وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی، د جلریز ۹۰ سلنه خاوره د طالبانو لاس ته لوېدلي او که ددې ولسوالۍ امنیت ته جدي پاملرنه ونشي؛ ولسوالۍ به دطالبانو په لاس سقوط شي.4
نوموړي زیاته کړه « له یوې اونۍ راپدیخوا طالبانو د جلریزو ولسوالۍ په امنیتي پوستو او د بامیان-میدان وردګ په لویه لاره بریدونه پیل کړي او ګڼې سیمې یې تر خپل واک لاندې راوستلې».
د حیدري په قول، مرکزي حکومت سره په اړیکه کې دی او د کومانډویانو د لېږل کېدلو وعده ورکړل شوې.
د جلریز ولسوالۍ مسئولین داسې مهال د یادې ولسوالۍ سقوط ته ځورېږي، چې طالبان وایي، نن ورځ یې د وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې هم په شته پوستو بریدونه پیل کړي او د دولتي عسکرو له اکمالاتي قطاره یې ۱۶ موټرونو ته اور ورته کړی.
#الفتح:
مهم خبر: تیره ورځ ماسپښين د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ سالارو، پتنګ، ماشین کلا، سلطانخیلو، اوتړیو او زرکخیلو سیمو کې د دښمن په اکمالاتي قطار بریدونه وشول.
۱۶ غټ اکمالاتي موټر تخریب، ۱۵ تنه عسکر ووژل شول، ۶ نور ژوبل دي.
یو شمیر وسلې او ډير مهمات نیول شوي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 27, 2019