افغانستان

کابل حکومت: د طالبانو او امریکا د مذاکراتو له منځه بشپړ معلومات نه لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او مریکا ترمنځ نهم پرېکنده پړاو خبرې یوه توافق ته د نږدې کېدو په درشل کې دي، کابل حکومت وایي، د روانو  مذاکراتو په جزئیاتو اګاه نه دي او د اګاهي په موخه زلمي خلیلزاد ته په تمه دي.

د ګډ حکومت ویاند «صدیق صدیقي» چې تېره ورځ یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « موږ هیله لرو چې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات توافق ته ورسېږي او بین الافغاني خبرو ته لار پرانېزي؛ خو موږ ته د مذاکراتو بشپړ جزئیات تر دې دمه نه دي راکول شوي».

صدیقي زیاته کړې « موږ په تمه يو؛ څو زلمی خلیلزاد کابل ته راوګرځي او له طالبانو سره د خبرو جزئیات په رسمي ډول تر موږ راوروسوي».

ګډ حکومت داسې مهال د مذاکراتو له منځه د معلوماتو نه درلودلو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» له طلوع نیوز سره په مرکه کې، روان مذاکرات تر خپل واک لاندې بللي وو او ادعا یې کړې وه، چې د امریکایي لوري مشر مرکچي «زلمی خلیلزاد» دده په خوښه ټاکل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساهل

د طالب منطق

له یوه اړخه یې د کابل حکومت او د کابل اداره بولې او له بلې خوا وایې چې د غزني یا فراه په پلانۍ ولسوالې کې د کابل ادارې پر پوسته حمله وشوه، له دغه ډول سرګندونو ښکارې چې طالب خپله خبره پخپله ردوي یعنې دا اداره چې په ټول هیواد کې استحکامات لرې او ټالب ورباندې یرغل ور وړې مانا یې داشوه چې سرتاسرې اداره ده د کابل اداره نشوه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x