افغانستان

“له طالبانو سره د مذاکراتو  لپاره دې د سیاسي ګوندونو شورا جوړه شي”

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان یو شمېر مشهور سیاسي ګوندونه وايي، حکومت دې له مشهورو سیاسیونو او بانفوذه کسانو یوه شوار تشکیل کړي تر څو د طالبانو او حکومت مذاکرات تر څار لاندې ونیسي.

دغه غوښتنه د حزب اسلامي، جمعیت او جنبش ګوند په ګډون د هیواد اوو مشهورو ګوندونو کړې.

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند یو غړی «همایون جریر» وايي « حزب اسلامي او د هیواد بل هر ګوند د سولې روانې خبرې تر څار لاندې نیولې، له دې کبله چې سوله یوه ملي غوښتنه او هدف دی نو ځکه باید د ولسمشر په ګډون له مشهورو سیاسیونو څخه یوه پراخه او ټول منلې شورا جوړه شي تر څو له طالبانو سره د خبرو د رهبري واک په لاس کې واخلي».

د جمعیت اسلامي ګوند بیا اوسنی حکومت د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو او د سیاسي مصالحې د تشکیل په مخنیوي تورنوي، د یاد ګوند د رهبري شورا یو غړی «عزیز» وايي « د مشهورو سیاسیونو او د ګوندونو د یو شمېر استازو تر منځ په کابل کې  ناسته کېدونکې ده، موږ اراده کړې که حکومت د سولې په وړاندې خنډونه جوړ کړي؛ موږ یې په وړاندې ګام واخلو».

د دوستم په مشری «جنبش» ګوند هم حکومت تورن کړی، چې یوازې ولسمشر غني ته نږدې کسان یې د مذاکراه کوونکو په لست کې داخل کړي، د یاد ګوند ویاند «بشیر احمد تینج» وایي « موږ یوازې ۱۵ کسان پېژنو چې  په مذاکره کوونکي ټیم کې شامل شوي، په دې ټیم کې څو ځل بدلون راغلی او ولسمشر غني ته نږدي کسان پکې ځای شوي ».

حکومت داسې مهال د سولې او یوه ټول منلي ټیم د تشکیل په وړاندې د خنډونو په جوړولو تورنېږي، چې د یاد حکومت د سولې چارو وزارت کابو یوه میاشت وړاندې د یوه ټول منلي ټیم د تشکیل خبر ورکړی وو؛ خو تر دې دمه یاد ټیم په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند «سهیل شاهین» هم د حکومت له لوري د مذکراتي ټيم په پټ ساتلو باندې نیوکه کړې وه او د ټيم د پټ ساتلو په صورت کې یې  ددې ټیم استازیتوب  د پوښتنې وړ بللی.

بل لور ته د ګډ حکومت مشر له طلوع نیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، له دې امله چې استازي یې د ابوظبۍ د مذاکراتو په څېر د طالبانو له غبرګون سره مخ نشي؛ مذاکراتي ټيم یې پټ ساتلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

هر څوک چی دا قاتلان ، اجنبی جاسو سان او غلامان ته د ملت مشهور سیاستمدارانو په سترګه ګوری هغوی هم د ګوډاګیو ګوډاګیان دی ، په واقعیت کښي دا ټول په شمول د طالبانو د سی آی اي او آي ایس اي تربیه شوی غلامان دی لکه د قاتلو کمونستانو د شوروی غلامانو په شان ، تر څو چی دامضر مکروبونه د خارجیانو له خوا د ملت په اوږو سپاره وی نو افغانستان ته د صادقی صلحی او امنیت راوستل غیر ممکن دی دا ټول پرازیت عناصر باید له مینځه یووړ شی ! ځینی کسان ددوی اعمالو درلودل دا… نور لوستل »

جميل

ډاکټر صاحب داچی تاسی د ټولو څخه کرکه کوی ، خامخا به داسی يو څوک ، يوحزب او کوم جريان وی چی ستاسو خوښ وی او د قناعت وړ مو وی .
ټولوته بد ويل پخپله د شخص پر بديو دلالت کوی ، هيله ده چی خپله خوښه او لاره روښانه کړی .

اجمل

یوه بلا بلی ته وایی کوښ. دا قاتلان شول، هغوی جاسوسان شول نو څوک ښه دی. زه وایم چی چا پدی وطن کی ظلم ونکړ؟ آیا ته طالبان فرښتی بولی، دوی چی د خلکو په ګڼه ګوڼه کی ځان وژنه کوی. ته ځان ته داکتر هم وایی، یو وار د مکروسکوپ ته سترګی ښی وغړوه چی اول د خپل ځان مکروبونه ووینی چی له کومه دی تحصیل کړی، چیرته او د چا په پیسو. کومه غوره او درسته برنامه لری چی خلکو ته یی تشرح کړ؟

ممحمد نبی

له بده مرغه چه په افغانستان کی سیاسی ګوندونه نشته.دااوسنی چه دسیاسی ګوندونو په نوم فعالیت کوی .داخو ټولی ډلې او ټپلې دی چه هر یویی په یوه سمت یا مذهب پوری تړلی دی.او جرمی ډلی دی ځکه چه هره یوه یی مسلح غیر مسول نفر لری.

مجاهد

که زور او واک ولرم، د غلام غنی په ګډون دغه ټول غلامی مافیاوی او الحادی ګوندو په مشرانو به ممنوع الحروج او الهی نظام کی به ورسره دقیق او جدی حساب وشی، دوی د بارنو هیوادو له خوا د ع اوغ په شان د ګوندو مشران شوی. ملحد، بی شواده او وحشی قاتل دوستم د قاتلانو ګوند ته دجنبش اسلامی نوم ورکړی ؟ دی اصطلاح ته توخین دی، همدارنګه د پرونو پلورل شوو تش په نامه جهادی رهبرانو ګوندونه ( اسلامی اسلامی…..) د اکثرو خبیثانو دفترو ته چه ولاړ شی د خلکو د خطا ایستنی د پاره یی به… نور لوستل »

دوکتور غروال

مجاهد ؟ او دده نورو انډیولانوته : داچی دی ویب سایت د ما د ۲۶ نیټي کومنټ نه نشر کوی که هغه نشر کړی بیا به واضح شی چی دا د ساختګی طالبانو شعار لاندی کسان چیری او د چا له خوا روزل شوی دی او د کوم هدف لپاره ؟ او ولی د سلاح جمع کولو ګروپ ئي ددوی په وسیله په ابتدا د ۱۹۹۶ کال کښي د ملعون خلیلزاد په امر له مینځه یووړشو ؟ او ولی همدا په پاکستان کښي تربیه شوی ، د ایران فاشست رژیم کښي تربیه شوی او د کمونستی رژیم پاتی شونی مکروبونه… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x