
د سمیع الله تړون نوی غزل
سمیع الله تړون
چې قایم سړی په حی علی الجهاد شي
نو راښکته به یې خپو ته خلیلزاد شي
ځینې خلک د (نداولها) ژباړه
زنده باد شي مرده باد شي زنده باد شي
دا طالب که نن دنیا لیونی بولي
خو سبا ته به طارق بن زیاد شي
موږ د جنګ او سولې واک تاته درکړی
خدای دې نه کا چې راکم دې اعتماد شي
ازادي چې د شغال د خولې شعار شي
د زمریو تاریخونه يي برباد شي
څوک چې تل د جمهوریت غواګانې لشي
نو وطن به یي ټاټوبی د فساد شي
چې د فتحې په ناره له خوبه پاڅو
خوار تړونه ستا شعرونه به رایاد شي
سميع الله تړون
مننه جنا ب تړون صیب واقعا هم تاسواوږدعمر قلمي مبارزه وکړه ښه ژوند درته غواړم
Thank you TAROON Saib
I like this part of your poem
MOONG DA JANG AW SOLI WAK TA TAH DI DARKARI
KHODAI DE NA KA CHE KAM DE DAGHA ITEMAD SHI
MANNANA TAROON SAIB
که خدای تعالی د سولې مذاکراتو باندې ملموسه نتيجه مرتبه کړه نو د خليلزاد نوم به د افغاني اصل په تړاو د افغانستان په تاريخ کې په نيکنامی سره ثبت شي.
په مذاکراتو کې د امريکا له لوري د خليلزاد نامزدي د افغانانو لپاره په هر لحاظ تر ټولو وړ ټاکنه ده.
زه ډاډه يم چې طالبانو کرامو به د مذاکراتو په اوږدو کې خليلزاد ته دده افغاني اصليت خامخا ور ياد کړی او په قسمي ډول د مسووليت د احساس او ادا کولو ترغيب به يې خامخا ورکړې وي.
ازادي چې د شغال د خولې شعار شي
د زمریو تاریخونه يي برباد شي
څوک چې تل د جمهوریت غواګانې لشي
نو وطن به یي ټاټوبی د فساد شي