شعـــــرونه

غزل؛ محمد علي عمري

محمد علي عمري

موږ څومره پاتې یو سپوږمۍ لرې ده
چي موږ ورځو هغه پیړۍ لرې ده

چي پښتانه ساحل ته ورسوي
راځي به کله دا کښتۍ لرې ده

د ژوند تازي مو دومره ستړی شو چي
فاصله ډېره او هوسۍ لرې ده

د کلی هغه سرته ځي او راځي
پېغله شوه ستړې ترې نلکۍ لرې ده

چي اراده دې پخه نه وي مه ځه
بیاله بوري نه سنجاوۍ لرې ده

اوس مو شپونکی هم و فیسبوک ته ناست وي
ترې نه الهام الهام شپېلۍ لرې ده

یوه ماشوم وبل ماشوم ته ویل
په غلول یې مه وله مرغۍ لرې ده

یو پټ قوت د دعا نه لرې اوس
تللې جنت له ستا مورکۍ لرې ده

نن عمري پر سړک ناست په غم کې
زرنج ترې ولاړو او ګاډۍ لرې ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x