افغانستان

جوزجان: د قومندان په ګډون ۱۷ اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه په جوزجان ولايت کې د اربکيانو په پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې يوه پوسته نيولې او د قومندان په ګډون يې ۱۷ اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د جوزجان ولايت فيض اباد ولسوالۍ په کوکلداش سيمه کې د اربکيانو په پوسته بريد کې د قومندان بازمحمد په ګډون لس پوليس او اربکيان وژلي دي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.

مجاهد ويلي دي چې په دې جګړه کې يې ياده پوسته او ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.

هغه زياتوي چې په دې نښته کې يو طالب هم وژل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ورځ په ورځ په امنيتي پوستو او مرکزونو د طالبانو بريدونه زياتيږي چې له امله يې د امنيتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ميدان ودرګ ولايت د جلريز ولسوالۍ چارواکو هم ويلي وو چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه زيات شوي دي او که د کابل حکومت يې مرسته ونه کړي نو د جلريز ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د جلريز ولسوال نقيب الله حيدري رسنيو ته ويلي دي چې اوسمهال د جلريز ولسوالۍ ۹۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

په خیرونو په خیرونو،
بازمحمد پخوانی عسکری صاحب منصب وه،زوی یی فریدون طالیب وه،زوی یی چه طالیب وه همدا سیمو کی یی فعالیت کوه،کیدای شی د زوی د لاسه قتل شوی وی،
دا نو ښکاره ثبوت دی چه دا ،
جنګ ورور وژنه جنګ دی،پیسو او د قدرت په خاطر،د امریکا ،او د پنجاب په ملاتړ
دا جنګ دومره وحشت اوج ته ورسید چه زوی خپل پلار پکی قتل کړ،
نور نو بس دی،
پنجاب او امریکا لپاره خپل زامن ،وروڼه مه قتلوی،

مجاهد

زه د پشتین صاحب تبصری څارم، کله چه غلامه اداره کوم وحشت ترسره کړی پلار او زوی لاندی ماین خخ کړی او د رموت په واسطه یی خبل کور کی والوځوی پشتین صاحب د امستردام په کومه ډیسکو کی خمار ناست وی خبر هم نه وی او که خبر هم شی پری خوشاله او ځان جوب ساتی . مجردیکه د خبلواکی اتلان د غلامانو کومه پوسته، ولسوالی یا قرارګاه ونیسی سمدلاسه پکی یوه ډراماتیکه عتوی ورکوی، له امریکایانو سره یی وحشت برابرونی داسی یی وانمود کوی لکه امریکایان چه هم افغانان او یو بل سره قومیان یا ورونه دی مګر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x