نړۍ

نیشنل انټرسټ: ټرمپ غواړي، د افغانستان جګړه په تدریجي توګه پای ته ورسوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د امريکا نیشنل انټرسټ ورځپاڼې ليکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې له مخې به په لومړۍ جوپه کې پنځه زره امریکايي پوځيان له افغانستانه وځي او دا به د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو پر لور لومړنی ګام وي.

ورځپاڼه زياتوي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اوسه د امریکايي ځواکونو د کمولو په اړه کوم نوی ګام نه دی اخيستی او اوس هم په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر هغومره دی، څومره، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال و.

د نیشنل انټرسټ په وينا امریکا اوس مهال له سختو ننګونو سره مخ ده او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو ويستل به د افغانستان له ځمکنيو حالاتو پورې تړلي وي.

ورځپاڼه زياتوي، له طالبانو سره د امریکا هوکړه به د ولسمشر ټرمپ لپاره ستره لاسته راوړنه وي او له دې لارې به په تدريجي ډول له افغانستانه د خپلو ځواکونو شمېر راکم او روانه جګړه پای ته ورسوي.

نیشنل انټرسټ زياتوي، که امریکا په دې هوکړه کې بریالۍ شي، دا به د ولسمشر ټرمپ لپاره په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د سترې لاسته راونې په توګه شمېرل کيږي.

نیشنل انټرسټ دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې امریکا او طالبان د نهم مذاکراتو په وروستۍ مرحله کې دي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين وايي، له امریکا سره د روانو مذاکراتو د نهايي کولو په درشل کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی ده حګړه یی په څو اونیو کی شروع او بندول یی په تدریجی دول کوی . ایا تدریجی جنګ کی مقابل اړخونه او عوام نه وژل کیږی ؟ نه بی کوره کیږی او کورونه یی نه کندواله کیږی ؟ شپږ میلونه خو نشه توکو روږد شوی نه یواځی په مړو حساب دی بلکه د زوندو د غاړی بار جوړ شوی که دا جنګ یو کال نور اوږد شی دغه خسارات او تلفات به څومره نور زیات شی په فاحشه خانه کی زیږیدلی ترمپ بجیان که بکی وو نو یوه ورځ به یی هم جنګ نه وی پریښی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x