واشنګټن پوسټ: امریکا بايد د افغانستان بې هدفه جګړه پای ته ورسوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې ليکلي، په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې جګړې هدف نه دی معلوم او امریکا بايد دغه جګړه له طالبانو سره د سولې تړون له لارې پای ته ورسوي.

د مقالې ليکلوال جيرټ بلانک د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستيال و، په افغانستان کې يې د امریکا په روانه جګړه او چلند نيوکې کړي دي.

جیرټ بلانک وايي، د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو يوازينۍ لاره له طالبانو سره جوړجاړی او د سولې تړون دی او که تړون ونه شي، بله لار به يې تر دې ناوړه او د جګړې د دوام په معنا وي.

ليکوال وايي، د امريکا ملي ګټې، سټراټيژي او اقتصادي وضعيت دا نه ايجابوي، چې د افغانستان جګړې ته دوام ورکړي او خپل پوځيان هلته پرېږدي.

جيرټ بلانک زياتوي، امريکا لپاره د افغانستان بحران د پای ته رسولو يوازينۍ لاره همدا ده، چې له طالبانو سره د روغې جوړې له لارې دا جګړه پای ته ورسوي او نور دغه جګړه اوږده نه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

که کال وروسته وی که لس کاله ، که سل کاله او که تر هغه هم ډير وروسته وی امريکا به د ګران افغانستان وزی ، ناکامه او په مړو سترګو به وزی ، د افغان غازی د توری تاب تر اوسه چا ندی راوړی او نه به يی هم لدی وروسته راوړی . ان شاءالله