افغانستان

لس میلیونه افغانان لا هم لیک لوست نشي کولای

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د پوهنې وزارت وايي، د افغانستان د اوسني نفوس له منځه ۳۰ سلنه لا هم له لیک او لوست بې برخي دي او څه لوستلای نشي.

د پوهنې وزیر «میرویس بلخي» چې د سېواد د نړیوالې ورځې په مناسبت یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « د افغانستان ۳۰ سلنه نفوس چې تقریبا ۱۰ میلیونه کېږي، لا هم لیک لوست نشي کولای، ددې ستونزې د له منځه وړلو او د سیواد د کچې د لوړولو لپاره د نړیوالو بنسټونو مرستې او له پوهنې وزارت سره د خلګو همغږی ته ته اړتیا لیدل کېږي».

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ملي بسیج رئیسې هما نورستاني وویل « د بېسوادي د کچې د ټیټولو او د لوستو کسانو د شمېر د لوړولو په موخه یې ۶۹ ښوونځي او ۷۰۰۰ ټولګي جوړ کړي، چې ۱۶۹ زره کسانو ته پکې زده کړې ورکول کېږي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا ځکه چی مونږ مسلمانان یو نو زده کړه له کومی شی. طالبانو په حنوب شرق حوزی کی تر ۱۴۱ زیاد ښوونکی وژلی مکتوبونه یی د خلکو پر مخ تړلی نو سواد له کومه شی. په کال یوه کس هم له ارزګانه پوهنتون ته کامیاب شوی ندی. خپله طالبان چیری لیک او لوست کولاشی شی. #### به امضا کوله نو یو ساعت به د کاغذ پر مخ پروت وو. د هغوی ټول نصاب کنز، قدری خلاصه، احادیث، صرف و نحو او داسی نور دی. پکی د لیکنی د مهارت، محاسبه او ساینس څه نشته. ټول زړه په زړه. زیړی پاڼی… نور لوستل »

پتنګ

خوشې لګیایې په دالرو کې نیښتی یې ،زه طالب یم زما لیک او لوست زده دي او ستا په دالري شنو او سرو نیکتائيګانو کې له کرزي رانیولې تر غني پورې خپل ساری هم ڼه وینم !!! بل داچې دخپل دین ، خپلو عنعناتو او دخپلې سیاسي او اقتصادي ساحې ساتل په زدکړه پرې اړه نلري ، په اوولو او منځنویو پيړویو کې داسې په سلګونو مسآلونه لیدل کيږي ! تاسو په خره سپاره یاست خو پردې نه پوهیږۍ چې خر مو څه خوري ، څوک واښه ورته ورکوياو کومې خواته روان دی ! هغه نیکتایې دار د دالري مذدور… نور لوستل »

اجمل

پر ما اعتراض مکوی. تاسی او خدای مو. آیا داسی یو طالب مشر شته چی د هغه ### د لیک او لوست له نعمته برخمنه وي؟ ممکن په سلو کی یو کس وی هغه هم په قطر کی د استوګڼی له وجی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x