افغانستان

د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي رئيس «مسعود نيک بخت» په چاودنه کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي رئیس پوهاند مسعود نيکبخت جلال اباد ښار کې په چاودنه کې ووژل شو.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي ويلي، پوهاند نيکبخت په چاودنه کې وژل شوی او د هغه زوی په شمول درې استادان ټپيان دي.

مسعود نیک بخت د مشهور جهادي رهبر خالص بابا وراره او د مشهور عالم مولوي محمد اسحاق زوی و. د هغه بل ورور یعقوب شرافت و چې د افغان اسلامي اژانس موسس او مشر و.

د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولین د ټپي شوو استادانو وضعیت ښه ګڼلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x