افغانستان

خلیلزاد سبا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو خبرې د نهايي کېدو په درشل کې دي او لا هم د دواړو لوريو تخنيکي ټيمونه د مسودې په وروستيو جزئياتو ليکلو لګيا دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تر ماښام ناوخته هم د دوحې په ديپلوماتيک کلوب کې و.

ويل کيږي، چې خلیلزاد سبا چهارشنبه کابل ته راشي او دلته به د ګډ حکومت له چارواکو سره د قطر مذاکراتو پايله کې د تيارې شوې مسودې په اړه بحث وکړي.

د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي نن سهار په کابل کې رسنيو ته ويلي و، د قطر مذاکراتو له جزئياتو نه دي خبر، خو هيله يې ښکاره کړې وه، چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به زلمی خلیلزاد کابل ته راشي او د حکومت له مشرانو سره به د مسودې متن شريک کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ښه دی چی صدیقی هم د قطر له حالاتو څخه خبر شو. خو خدای د وکړی چی دا هوکړه لیک زر تر زره پخیر امضا شی او نور #########.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x