افغانستاننړۍ

پاکستان وايي د افغانستان-هند سوداګرۍ لپاره د ترانزیتي لارې په بندولو فکر کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر فواد چودري وايي چې د هند پر وړاندې د هوایم حریم تړلو او د هند سره د افغانستان سوداګرۍ لپاره د ځمکنۍ لارې په بندولو فکر کوي.

فواد چودري پر خپلې ټویتر پاڼې لیکلي چې لومړي وزیر عمران خان د هندي هوايي شرکتونو پر مخ د هوايي حریم د بندولو او د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاکستان ځمکنۍ لارې په استعمال مکمل بندیز باندې فکر کوي او د کابینې په ناسته کې یې هم پر دغه پیشنهاد غور وکړ.

هغه ویلي چې دغه پیشنهادونو باندې د وروستۍ پریکړې لپاره حقوقي مسایلو باندې هم فکر کیږي.

د پاکستاني وزیر دغه څرګندونې د کابینې تر ناستې وروسته کړي دي. پاکستان دغه اقدامات د هند له خوا د کشمیر نیمه‌خپلواکۍ د لغوه کولو وروسته په غبرګون کې کړي دي.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو چې د هند سره د سوداګريزو اړیکو د ختمولو سربېره افغان سوداګریزو موټرو «لاریو» ته اجازت دی چې د هند تر اټاري پورې مالونه انتقال کړي.

د روان کال د جون په میاشت کې ولسمشر غني پاکستان ته په دوه ورځينې سفر ولاړ او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو په پراخولو یې ټینګار وکړ.

اشرف غني د عمران خان او پاکستاني چارواکو سره تر ناستې وروسته یوې غونډې ته وویل چې لومړي وزیر عمران خان او پاکستاني چارواکو ورسره منلې چې افغان سوداګریز موټر به د واګه له لارې هند ته خپل توکي صادروي همدا راز پاکستان به د افغانستان له لارې مرکزي اسیا سره ونښلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
فواد چودری ته.
ځمکی ،اسمان ، غرو، او د رغو ټولی لاری راپسی کلکی وتړه خو،
د کفر ټاپه راباندی مه لګوه.
وچ په ټڼډه باندی می په انګریزی توپک وله خو.
جومات.حجره.لاره.سړک.مکتب،پل،کور می مه ورانوه.
زما شنه سیندونه د مفت دربهیږی ته په موړ شه.خو
د خدای لپاره .د ښادی په ورځ د واده په ورځ می ځوانان او پیغلی په وینو کی مه لمبوه.
تور پنجابیه ،راشه چه د خپلی خولی ګوله ډوډی تا سپین سترګی ته درکړم.خو
نور راته دا خپل تربور مه لمسوه.

اجمل

زه حیران دی ته یم چی ستا دا خبری هم د تور مخو پنجابیانو پر غلامانو بدی لګي.

اجمل

کابل حکومت د هم بالمثل اقدام وکړی. حکومت د هم ووایی چی مونږه د فکستان پر موټر لاریو غور کوو چی شمال خواته ولاړی شی او یا نه. بیغیرته غنی دومره حوصله هم نده پکار.

گل محمد نوری

اصلی خبره دا نه ده چی دوی د کشمیر په خاطر دا کړی دا یی ځکه کړی چی په ملګرو ملتونو امنیت شوراته افغان دولت د دوی د راکټونو د توغولو په اړه شکایت کړی پ٫######

مجاهد

د پشتین صاحب اولی او اخری دشمن پاکستان دی، چه زمونږ د هیواد وچه ، لمده او هوا د پاکستان ټانکو، الوتکو او نظامی مهماتو نیولی ،پاکستانیان زمونږ په کورونو شپینیز عملیات کوی خلک مو وزنی او میرمنی مو بی عفته کوی ، پاکستانیان دی چه زمونږ هیواد یی د نشه توکو نړیوال مارکیت جوړ کړو او زمونږ شبږ میلونه خوانان یی په نشه توکو روږد کړی . باکستان دی چه زمونږ هیواد یی د هر ډول ممنوعه وسلو کارولو لابراتوار جوړ کړی او زمونږ د زمکی لاندی او باندی زیرمی لوټ کوی او مونږ ته په خپل سفارت کی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x